د مولانا سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان
اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب اسلام  
صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی


محب الرحمن « خطیبي  » 

 د نشر نیټه :   17 جولای 2014 م    
 

کاشکی

کاشکی می هیڅ تاته کتلی نه وای
دزړه امید به می نیمګړی نه وای
دزړګی وینی به می ولی څښلی؟
که می په تا زړګی بایللی نه وای

په ځان قبول خو می دوزخ کړی اوو
کله می تا باندی نظر ولګید
ځما دزړه جام خو ټوټی ټوتی شو
دمینی تیغ می په ټټر ولګید

اوس به آزاده له زندان څخه وم
چی می په زلفو سر تړلی نه وای
دزړګی وینی به می ولی څښلی
که می په تا زړګی بایللی نه وای

اوس به می لاس ستا په گريوان كي پروت اوو
دواړه به مست ، خیال د هجران به نه اوو
څه به کینه وه اوس یو بل ته زمونږ
مینه به کلکه وه پښیمان به نه اوو

اوس به نفرت او دا غمونه نه ول
که تا نفرت نه عشق وژلی نه وای
دزړګی وینی به می ولی څښلی
که می په تا زړګی بایللی نه وای

خیردی محب تاته کینه نه لری
ته هم کړه ورکه خپل کینه له ځانه
خیر دی پخلا شو پښیمانی به نه وی
ځـــــکه پوهیږو دواړه یو پښیمانه

ناست به دی څنګ ته وم هجران به نه وو
که تا له ځانه خپل شړلی نه وای
ده زړګی وینی به می ولی څښلی
که می په تا زړګی بایللی نه وای


****
محب الرحمن
« خطیبي »

 

 
 

    










گرانـو وطنوالواو درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې 
نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  
چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de

strategicstudies@yahoo.com


مؤسس    :     د حق د لاری کلتوري مرکز        
مسؤول مدیر :  برهـان الدین « سعیدی ــ سعید افغانی »

b-saidi@gmx.de

د تأسیس کال

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   مطابق  «  26 فبروری  2010  م »         

ارگان نشراتی  صلح و تفاهم مولانا سعید افغانی  - facebook  


هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  مولانا  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است