د مولانا سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان
اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب اسلام  
صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی

مجیب الرحمن « خطیبي  »

د نشر نیټه :    ۷ اگست  2014 م  
                                                                                                  

 

 ننواتی 


ای خدایه !

کفر وخته اسمان ته
نه ځمکی ته ګوري
نه خو هم شاته
خو دا څه ملت دی
او دا څه حالت دی
د مسلمان په کور ماتم دی
که هغه کوزاو که په بر دی
د خوښیو ډیوه یې مړه کیږی
بس هر خوا مسلمان ژړیږی
مسلمانه مور لبړیږې
مسلمانه خور ژړیږې
چې د کور یوه یوه ډیوه یې مړه کیږې
پلار خپل قسمت ته حیرانیږې
دزوی په قبر ښه ژړیږې
زوی هم ګوره خفه کیږې
د پلار له مړینی تاویږې
په چیغو چیغو
په سلګیو سلګیو
کله مور ته روانیږې
کله هم خور ته ژړیږې
وړوکی ورورته هم دردیږې

ای خدایه !

زړه وایې چیغه که
ګریوان څیرکه
دخپل پردي
یا دخپلوان څيری که
باز شه دغزه
د افغان په غره
ځه ښه والوزه
خو څه وکم عالمه
لاره نه ده معلومه 

ای خدایه!

تاته زه توبه اوباسم
ښه یې په رښتیا
ښه یې په وفا اوباسم
د پیغمبر په امت ورحمیږي
او له رحمت نه ونه تمیږي
آمین  

****
مجیب الرحمن « خطیبي »

 

 


 

    



گرانـو وطنوالواو درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې 
نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  
چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de

strategicstudies@yahoo.com


مؤسس    :     د حق د لاری کلتوري مرکز        
مسؤول مدیر :  برهـان الدین « سعیدی ــ سعید افغانی »

b-saidi@gmx.de

د تأسیس کال

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   مطابق  «  26 فبروری  2010  م »         

ارگان نشراتی  صلح و تفاهم مولانا سعید افغانی  - facebook  


هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  مولانا  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است