د مولانا سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان
اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب اسلام  
صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی

             نجم الرحمن « مواج »                   

                  د نشر نیټه :    ۷ اگست  2014 م                         
                                                       

 


افغا نســـــتان

څڅيدلاى زه دلمرله سترګې نوريم
چاته تور،وچاته شين اوچاته سوريم
دوست ته مې شمه جنت لکه خليل ته
خوغليم ته سره سکروټه سورتنوريم 
چې دحق رڼاته ورکړي غزونه
زه موسى د
زماني ته هغه طوريم
وم خپلواک، يمه خپلواک اوخپلواک پايم 
نه دچايمه باداراونه مزدوريم 
هرې لويشتي کې به ټينګ د
حق سنګرکړم
د
تاريخ اوږ دوکې ټول منصورمنصوريم
داچې چا؛ نه يم تراوسه پیژند لاى
دهريو له پوهې پورته شان شعوريم 
دآسیادخپلواکۍ توغ مې په لاس کې
د دښمن په پرځولوکې مشهوريم
نهوټکیونه مې نوم افغانستان شو
لوستل کیږي چې، نه هغه لوست مستوريم 
هندوکش ، پامير.، خیبر مې شاهدان دي
دتاريخ اتل ، دسیمې ځواک ، مغروريم
په لاس تش ، سترګې مړې اووچې شونډې
قناعت پانګه درنه بډاى معموريم 
له شپږ لوري داورکاڼوته يم موخه
بيارغيږمه راتلونکى ته مسروريم
دپردو،خپلوتاړاک ته ايسارپاتې
لرم زغم دپیښونه چې مات تروريم 
دتودواوبوپه مينې کې تل ګورﺉ
کله وران کله سيزلاى کله چوريم
د نړۍ سیاست سیالۍ له ډېره قهره
لژندوينوکې کلونه پروت رنځوريم 
مابه وپېژنی سم که راته ځيرشی
دخوشال ،ميرويس ،محمود، احمدانځوريم
دآسيازړه يم نړۍ ته تل په نښه
هم لويديځ ، ختيځ ته لوست دلوړ غروريم
يم مواج دځمکې ژوندڅپوبهيرکې
دپايښت اوپرمختـــګ پرمې مخـــموريم

 

****
مجیب الرحمن « خطیبي »


 



    




گرانـو وطنوالواو درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې 
نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  
چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de

strategicstudies@yahoo.com


مؤسس    :     د حق د لاری کلتوري مرکز        
مسؤول مدیر :  برهـان الدین « سعیدی ــ سعید افغانی »

b-saidi@gmx.de

د تأسیس کال

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   مطابق  «  26 فبروری  2010  م »         

ارگان نشراتی  صلح و تفاهم مولانا سعید افغانی  - facebook  


هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  مولانا  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است