
|
د پروفیسور عبدالله بختانی « خدمتګار»
لیکنه
|
غـــــزل
ساقي مــړ
دی پیاله تشه
په دې ورانـــو میخانو کښې
بې له دوړی نــورڅه
نشته
دغـــو ماتــــو پیمانو
کښې
٭٭٭
ډیــوه مــړه ده په محفل کښې
وږمـــه پاته نه ده ګل کښې
سوز و سـاز نشته بلــبل کښې
قمــریان نشته اشیانـــو کښې
٭٭٭
د یـــو غـــم پسې بل
غـــم دی
ژوندیې غم دی مرګ یې غم دی
سوزیې غم دی ساز یې غم دی
دې غــمجنـــو
افسانـــو کښې
٭٭٭
کـــله ریـــږدم له سړ
ونـه
کـــله سوزم له
تــــودونــه
مخ دوړن
په خــاورو رغړم
د بـې نـــیازو
آستانو کښې
٭٭٭
چــې بیواکه زندګــي وي
دا پـــوره شرمند ګي وي
ورتــه ژاړه بخـــتانـــــیه
د حسرت پـــه ترانــو کښې
بختانی خدمتګار
|