د  سعید افغانی  :  آزاده ،  ټولنیزه ،  علمي  ،  فرهنګي   او نشراتي   ارګان  ته  ښه راغلاست!
تماس با ما سایر نشرات مرکز مطالعات استراتیژیک  اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین صفحه اصلی

د انجينرهمت الله « امين زى » لیکنه
نیټه : ۲۳  ـ ۹ ـ ۲۰۱۰  م  ـ   کال

 

خداى خودې راولي؛ خو  ګمان  نه کوم !!!

 دجنګ اوجګړې نوم ډېر ښه نه دى، اويازه ډېرډارن يم اوبېرېږم. ياهم نن سبايې  ډول  بدل کړى وي ځکه چې هومره يې لمن خوره کړې چې  دعوامو خلکويې هم له نامه څخه بدراځي اوداسې يې کړولي چې که چيرې په دې هکله په نړيواله کچه بحث کېږي  خاورې افغانستان يې  دخبرو په پيل کې  راځي اوپه دې هکله خبرې کوي چې  کله به په افغانستان کې آرامي راځي ، په  کوم  ډول اوپه  کومه لاره؟

دا چې جنګ، بدبختي، شخړه، اوتاوتريخوالى له کومه ځايه سرچينه اخلي اوله  کومه ځايه پيل کېږي.

ددې  پوښتنې ځواب له هرچاسره شته اودهرچاپه ذهنونوکې ځاى لري په دې  ماناچې  له کومه ځايه چې ستونزه پيداکېږي له همغه  ځايه کېدى شي دهغه مخنيوي  وشي  خونن  ورځ  ناهيلي  ډېرې  دي اودولت دملت اورعيت په وړاندې ورځ  په ورځ بې باوره کېږي اوعوام خلک ځان او دځان  امنيت او راتلوونکې  خوندې نه ګڼي. هرڅه ګډوډ اوله ناخوالوسره بللي احساسوي

ياره زماله خوابه ښه ډېرورته ژاړې
که شهيد،  شهيد کابل  ته  کله لاړې

بوذرجمهروايي: په نړۍ کې هغه څوک ډېرغريب اوبېچاره دى،چې هېڅ دوست ونه لري. خوددوستي اوپېژندګلوي  ډولونه هم  فرق کوي ، کرسیتوفرمارلووايي:

له ماسره لږه امادوام داره مينه  وکړه. داپه ډېرو ډولونو تعبيرکېدى  شي، د مخکې په شان  به  داهم بېلابېل دپېژندګلوي لارې لري، چې په  دغه ځاي کې موضوع  ته ننوځو، چې ولې په دې ټولوسربېره بياهم زمونږ هېواد ناخوالوسره مخ  دى، آياداخوپه دې مانانه ده  چې  مونږځاني غوښتنوله  دې ټولو ډېرلرې ساتلي يو،ددې اجازه يې نه ده راکړي چې اظهاردعمل وکړو.

ولې دپرمختګ  نوې تکنالوژي  خبره نه کوو، چې دبيارغاونې  په هڅه کې يو ،داسې چې نن زمونږ دهېواد  هردولتي چارواکى  چې کله  بهرنيوهېوادونوته  سفرکوي مقصديې  دنړيوالو هېوادو نوڅخه دمرستورا جلبول دي

داچې ولې دې مرستوته اړتياپيدا کېږي،ددې پوښتنې په لټه ډېرڅه بايدوويل شي چې راځي يوه برخه يې راوسپړو.

افغانستان له تاريخي پلوه ډېربډاى هېواددى،دتاريخ په اوږدوکې زمونږهېوادډېرښه تاريخ اوډېرې ښې وياړنې لرلي دي،اوددې وياړنوسره نښتى زمونږدهېوادبډاى  کلتورلرى  چې په هره برخه کې زموږد شملې دهسکېدوسبب ګرځېدلى دى

ولتروايي: اصلي مينه هغه ده چې حتي مرګ نه شي کولاي څوک سره  جلاکړي،څه ماناچې واټن په منځ کې پيداشي. ددې خبرې په تائيدسره ويلى شو چې دوخت تېرېدنه  نبايد زمونږپه وړاندې منفي اغېزې راپيداکړي ددې  پرځاي  چې  د صميميت  اووروري دلمنې دپراخېدولپاره  سپروګرځي.  هغه دشاعرويناده چې  (حيرانېږم  چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه)  سړي په سوچ  کې لاړشي  چې دانوڅه کېږي
 

شکسپیروايي: مينه کول خپله يوعذاب دى  خوله مينې  څخه محروم والى  يې بيامرګ بللي دى، خواپلاتون بياوايي چې مينه يوازې ملهم نه ده چې په پټۍ يې ولږو اوخوندترې واخلو بلکې نورو څيزونوته بايدارزښت ورکړل شي

امرسن هم دمينې دارزښت په هکله وايي: يوعاقل کېدى شي زرکاله سوچ وکړي ترڅو يو کار وکړي يايوه مسله حل کړي خوداچې مينه يې ورسره وي په يوه ورځ کې يې ترهغه په څوبرابره ښه اوغوړه برابراوتمامولى شي.

ددې په لټه يم چې ولې زمونږمينه له هېوادسره نشته،له پرمختګ سره نشته،له نړيوالې ټولنې سره دپه خواکې درېدوپه برخه کې نشته،نن دافغانستان هروګړى دکنډوالې له نامه،له ډول،له نورو او نورو سره په بشپړه توکه آشنايي لري اماپه دې نه پوهېږي چې رغاونه يعني څه؟ پرمختګ يعني څه؟ اونور ... شهيدان افغانان شول،ټپيان افغانان شول،بهرنيوهېوادونوته مهاجرافغانان شول،يتيمان، کونډې، رنډې،ناخوالې... او نورو ټولو زمونږ دهېواد هر وګړى په لږه ياډېره کچه بې برخې نه دى پريښى.

دهرات دشين ډنډ وروستۍ بمباري اودهغه ناخوالې،هغه درد،هغه  کړاو اوهغه غم چاتېر کړ.  هغه اومهاغه هم يوه افغانه مورده هغه دنوروپه څېر يوه خورده،هغه هم ورور ده اوهغه هم پلار درلود چې په ډېرمظلومانه ډول دبهرنيوځواکونو تربمبارۍ لاندې راغلل. اوځاي  پرځاى له  سلوتنوزيات هېوادوال يې دتل لپاره له خپلوکورنيو جلااوپه شهادت ورسول. وايې پراوښکوڅه نه ليکل کيږې ځکه چې وچېږي اوهغه څه چې موليکلي وي نه معلوميږي. اوهغه به دهغه درداوښکې وي چې هغې مور،همغې خور،هغه پلاراوهمغه ورور دخپلو تللو خپلو په ياد تويې کړې وي

يو غم مې شوملګری، نورهرڅه بې وفاښکاري
داښکلي  دا ملګري دا هرڅه بې  وفا  ښکاري

که دهېوادپلازمېنې کابل ته لږڅه ځيرشو،څوشيان چې ترنوروبه يې ډېرووينو،يوهم دښارپه ګوټ ګوټ کې دځوانانواوتنکيوځوانانواوترڅنګ يې ديوډېرشمېرماشومانو خراّب وضيعت دي چې په ډېربدحالت کې ددې پرځاي چې دزده کړې په لټه شي لومړيتوب يې ديوې مړي ډوډي پيداکولوته ځانګړى کړى دى.

کله چې دکابل ښارکې ګرځو له نورو ډول ډول خبرو سره مخامخ کېږو اوددې لامل داده چې تېروناخلوداحق اخيستي چې دپلار،مور،مشرورور اوبل يوسرپرست په شتون کې دى خپلې زده کړې وکړي اودکورنۍ له نورمسوليت څخه خوندي واوسي. دکابل ښار دنورو ډېرو ناخوالو شاهدده،دښارپه ګوټ ګوټ کې دسرتورې ښځې،کم عمره ماشومان،نجونې اوهلکان دخيرات په راټولولو واړه بوخت دي. ټول هېواد شهيد،شهيددى هرې برخې زيان موندلى دى

راځي سره ورونه شو،اودسولې دکاروان پيروان شو دهېوادښې راتلونکې پيرزو يوازې اويوارې په ورورۍ او يووالي کې ده،اوله دې اوهمداسې ناخوالوڅخه دخلاصيد و يوازې اويوازې  لاره دسولې ورور ګلوۍ اويوالي خوره فضاتضمينولى شي

راځي راټول شئ، سره جوړشئ

راځي راټول شئ، سره جوړشئ،دښمني پرېږدئ سره کورشي

ټوپکې کېږدئ،دورورۍ ورکړئ لاسونه

کابل ته مه لېږئ بمونه

په دښمنۍ هيڅ نه جوړېږي،داخپل وطن موپرې ورانېږي

نفاق دې ورک شي يوله بل موبيلوينه

نورورته مه لېږئ بمونه

راځي په خپلوکې سلاشئ دښمني پرېږدئ اوپخلاشي

غېږې کړي خلاصې يودبل مچ کړي مخونه

کابل ته مه لېږئ بمونه

ټول مودوستان پرې خفه کېږي، په مردکونه خوشحالېږي

نورپه وطن کې دباروتوپه ځاي وشيندئ ګلونه

نورورته مه لېږئ بمونه

داموميراث دپلارنيکودئ،هم موستروياړدتاريخودى

دڅه لپاره ورانوي خپل تاريخونه

کابل ته مه لېږئ بمونه

کابل دى کوردعالمانو،هم دمظلومويتيمانو

پکې اوسېږي دهيوادواړه قومونه

نورورته مه لېږئ بمونه

په سرزوري نه پوره کېږي، له خودخواهۍ څه نه جوړېږي

ځان ځانې پرېږدي په اولس وکړي فکرونه

کابل ته مه لېږئ بمونه

اوس کابل جان ټول په ژړاده،ورځينې جوړه کربلاده

زړه يې زخمي ده ترېنه کېږي هجرتونه

نورورته مه لېږئ بمونه

راځي راټول شي سره جوړشي، لږدزخمي زړه په ټکورشي

کينې مولرې کړي په صدق وکړئ لفظونه

کابل ته مه لېږئ بمونه

په سوله ټول خوشحاله کېږي،امين زى کورموودانېږي

په جنګ جګړوموخپل دوستان له منځه ځينه

نورورته مه لېږي بمونه

کابل ته مه لېږي بمونه

انجينيرهمت الله  « امين زى »

h_aminzay@yahoo.com 

                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال    
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال     
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است