د امرالدین « سرحد » لیکنه
د نشر نیټه : ۲۲ می ۲۰۱۲ میلادی
کله بیلتون کله وصال وي
دسترګو حال منطق دفکر
مینه د زړه ملنګ د ذکر
له ورا مالوم وي په مین کښې
دځوانی ژوند یا ځنکدن کښې
*****
ګلان دبڼ باغوان سپینږیری
بلبل،غوټئ ته که ورغلی
دا ټول دځوان زړګي محنت دی
سپینږیری ځوان،بلبل عادت دی
*****
کله بیلتون کله وصال وي
چاته ګړئ لکه یوکال وي
داټول تقدیرکښې دي راغلي
دواړونه هرچا لږ څکلي
*****
دنیا دمیني غم لړلې
هم نازولې،ژړیدلې
دچاپه برخه ژوند موسکاشي
دچا خندا مخ په ژړا شي
******
منطق دژوند مینه همدا ده
ضدو نقیض سره آشنا ده
غوټئ سپړیږي ګل جوړیږي
ژوند دپسرلی تری انځوریږي
*****
مینه کوي دزړه له کومي
ژوند غوړوي غوټئ دمیني
مینه اوبه دژوندون غواړي
څې تنده ماته په دی ویاړي
*****
ټاکل دمینی سرحد،ګران وي
مینه بڅرکی دهرځان وي
خیال یې ساته مینه فطري ده
پرخه رڼه مخ په پسرلي ده
امرالدین « سرحد»
۱۹ می ۲۰۱۲ م ـ مسکو
|