د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان
اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب ارشیف مضامین اسلام  
صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی

 
                       انجنیرعبدالقادر « مسعود »     

 

لیکونکي : انجنیرعبدالقادر « مسعود »
د نشر نیټه : ۱۲  مارچ ۲۰۱۱  میلادی


دستراونومیالي رحمان بابا د روحاني، تصوفي،عرفاني،
ادبي او فرهنګي شخصیت په هکله یو څوخبری 
 

زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب پاله هیواد افغانستان کې د پښتو ادب په تاریخ  کې پوهان،  لیکوالان او شاعران هغه درنې څیرې او روښانه مشالونه دي،  چې زموږ د پښتو ادب یې د خپلو لیکنو او آثارو په وسیله خیرازه او ژوندی ساتلې دی. 

دپښتو ادب په ډګر کې د دغوعلمي، ادبي اوفرهنګي شخصیتونوآثار به تل ژوندي وي .  زموږ پوهانو لیکوالانو، ادیبانو،  فرهنکیانو او شاعرانو  په خپلو آثارو کې  دانساني او ټولنیز  ژوند  مختلف  حالات  او اړخونو  په  ډیر عالمانه  او علمي څیړنیزو،  تحلیلونو، تصویرونو او فکرونوکې دقلم په ژبه لیکلي او بیان کړي دي، چې د دوی دا لوړ علمي، څیړنیز،  ادبي او فرهنګي   مقام اومنزلت زموږ دخلکو په زړونو کې دتل لپاره ژوندی او ددوی کارنامې دقدر او ستاینې وړ دي .

دا دعلم، ادب اوفرهنګ دوستانو او دټولو هغو خلکو، چې دعلم ، پوهی، ادب او فرهنګ سره ځانګړې مینه لري  انساني دنده ده، چې د خپلو علمي،  تاریخي،  سیاسي، ادبي،  فرهنګي او ملي شخصیتونوو یاړنې  او کارنامې د دوی د آثارو  په رڼا کې دراتلونکو  نسلونو  دروزنې  او پالنې او لارښوونې  لپاره  ژوندي وساتي .

دا جوته  ده، چې د دغو شخصیتونو یادول او ددوی پرآثار وعلمي او څیړنیزې کره کتنې او د غونډو،  سمینارونواو  کنفرانسونو جوړول داوسنیو او راتلونکوځوانونسلونو د و دې اوپرمختګ لپاره کارنده او ژور اغیز لري .

یو له دغو روښانه او ځلانده ستوروڅخه، چې  دشعراوشاعرې پوسیله یې  زموږ  دپښتو ادب ډیوې بلې ساتلې دي  دپښتو ژبې نامتو، عالم اومتفکر شاعر عبدالرحمان بابادی .

زه باور لرم، چې زموږ  درنو لیکوالانو د رحمان بابا د هر اړخیز شخصیت په هکله ډیرې زیاتې  لیکنې کړې دي،  خو زه هم دې ته وهڅیدم او ځان ته  مې دا حق ورکړ، چې  د ده د علمي ، روحاني او ادبي شخصیت په هکله یو څو کرښې ولیکم .

خدای  بخښلې عبدالرحمان  « بابا » د ارواښادعبدالستارخان مومند زوی دی، چې په  یوه علم پروره او غریبه کورنۍ کې په  (۱۰۴۲) هجري قمري  کال کې  په (بهادر کلي) کې ، چې د پیښور ښار په جنوبي اړخ کې پروت دی نړۍ ته سترګې غړولې دي .

د عبدالرحمان بابا د دیوان په یوه سریزه  کې لیکل  شوي  دي،  چې عبدالرحمان «  بابا »   د پښتو دسجره نسبت له مخې (سړبن) په سړبن کې (غوریاخیل) او په غوریاخیلو کې (مومند) په مومندو کې (دویزی)او په دویزو کې (ابراهیم خیل) دی .

که څه هم رحمان  بابا په قوم مومند دی خو دی ځان کومې  قبیلې ته نه منسوبوي او ځان د خدای( ج) د پاکې مینې ریښتینې عاشق بولي او د خدای په مینه  کې ډوب دی . او د تعصب او ځان ستاینې څخه کرکه لري او د ورورولې،  انساني مناسباتو او دنیوي اوآخروي نیکمرغیو  لارې چارې  خلکو ته  ور په  ګوته کوي .  لکه چې وایي :

 

زه عاشق یم سرو کار مې دی له عشقه  ــ   نه خلیل نه  داودزې  یم  نه  مومند

اویاوایي:

دا دنیا  خدای  له عشقه  پیدا کړې  ــ   د جمله وو  مخلوقاتو پلار دی  دا

اویاوایي:

په هر دم  کې نوې نوې تماشې کړم     ــ   زه رحمان د خدای وکړه  وته حیران یم

اویاوایي:

هیڅ تغیر او تبدیل نه لري رحمانه   ــ     تل تر تله بر قرار دی رب زما

او یاوایي:

که محنت که مشقت دی خو د دین دی   ــ     په کار نه دی بل محنت په دا دنیا

بې له خدایه هر چي دي همه فاني دی   ـــ     که لذت  دی که زینت په دا دنیا

اویاوایي:

چې په ورځ د شیخۍ لافې کړې رحمانه!    ــ    په شپه می له میفروشه غواړې ولې؟

اویاوایي:

بد په بدو پښیماني کاندي رحمانه!   ــ   ته په خپلو بدو نه شوې پښیمان ولې؟

او یا وایي :

دوست دشمن د سړي واړه خپل عمل دی ــ  هم په دا مقدار یې اجر موی په موی شي

او یا وایي :

د اوبو اصل له خاورو پیدا کیږي   ــ    خاکساران دخاکسارانوآبروی شي

اویاوایي:

دوباره دې راتله نشته په دنیا     ـــ   نن دې وخت دی که دروغ کړې که رښتیا

اویاوایي:

دا دنیا ده بې وفا       ــ   بې وفا ده بې بقا

اویاوایي:

نور عالم که د دنیا غمونه کاندي  ــ  درحمان سره دې غم دآخرت وي

 

عبدالرحمان بابا  یو تکړه ادیب، دیني عالم او د روحاني  دنیا مشر و. د رحمان بابا له  نوم  او  روحاني شخصیت سره زموږ خلک او په تیره بیا ټول پښتانه آشنا دي .

محمد هوټک په خپل یو مشهور اثر کې، چې پټه خزانه نومیږي د رحمان بابا د پیژندګلوی په هکله داسې لیکي :

(رحمان بابا د فقهي اوتصوف کتابونه پخپله سیمه پیښور کې له محمدیوسفزي څخه لوستي او بیا دلوړې زده کړې لپاره کوهاټ ته تللی دی، ډیر علوم او مروجه کتابونه یې هلته ولوستل  پس له لوستلو څخه یو لوی عالم شو.)

وایي چې : 

رحمان بابا په کوهاټ کې  د اسلامي او دیني تعلیماتوتر  څنګ دارواښاد حاجي بهادر کوهاټي (رح) چې یو روحاني شخصیت و، طریقه او لاس نیوی کړې دی،

رحمان بابا وروسته له زده کړې څخه بیرته خپلې سیمې پیښور ته راغی او په ( هزار خانۍ ) کې میشت شو او د ژوند تر پایه هلته اوسیدو.
هغه دکوچینوالي څخه لوړ ادبي استعداد درلود، او په
 څورلس  کلنۍ کې یې  په شعر ویلو پیل  کړې دی.

ویل کیږي :  هغه وخت چې  رحمان بابا ته د شعر الهام  وشواو دی په حقیقي عشق  پوه شو، ده دنیا پریښوده او دنیایي کارونو ته یې شا کړه، د خلکو او ټولنې څخه لرې ګرځیدو.

وايي چې : ده به تل ژړل او د ده ژړا د حقیقي عشق دسوز له عمله وه  اوپه  تل  پاته توګه یې پر مخ  د اوښکو ویالې روانې وې ، ملګرو او دوستانو به یې همیشه اوښکې تر سترګو جاري لیدلې.خوڅو موده وروسته یوشمیر عالمان،روحاني واعظان او د دین مرشدان ده ته ورغلل او د ده نه یې غوښتنه  وکړه چې د خلوت څخه راووځي اودخلکو اوټولنیزو خدمتونو لپاره  ځان  تیار کړي .

 د ده دا بیتونه ګورو چې  وایي :

زه رحمان دیار په غم کې هسې ډوب یم    ــ  چې هیڅ نه وینم په سترګو مګر دی

اویاوایي:

زه یې وینم درست جهان په تا مین دی  ـــ    که بادشاه دی د دې دور که ګدا

اویاوایي:

اې رحمانه لکه ته چې په خدای ګرم یې   ‎‎‎‎ ــ     بل به نه وي په جهان کې هسې ګرم

اویاوایي:

زه رحمان دخپل صاحب په رضا زیست کړم     ‎‎‎‎‎ـــ    څه پکار دی بنده بې خپله صاحبه

اویاوایي:

رحمان هسې ګوښه خوند له خلقه بیا موند     ــ    چې هرګز نه دی دا خوند موندلی خلق

اویاوایي:

زه رحمان  کناره خوښ وم له عالمه   ــ     بارې ستا سترګو رسوا کړم په عالم کې

اویاوایي:

اوښکې نه لري حساب زما د سترګو   ــ    بې حسابه شو سیلاب زما دسترکو

اویاوایي:

               د رحمان اوښکې به څرنګ په قرار وي   ــ   چا لیدلی دی دریاب په قرارۍ کې

اویا وایي :

هومره اوښکې مې بهیږي په رخسار  ــ  چې غرقاب مې هم ګریوان دی هم رخسار

اویا وایي :

یو عاشق دې څوک راوښیي په عشق کې   ــ  چې یې رود په مخ د اوښکو روان نه دی

هومره اوښکې د عاشق په ګریوان ووري    ــ   ته به وایې چې یو سیند دی ګریوان نه دی

اویا وایي :

ستا له غمه مې په مخ باندې  ولې دي   ــ  لږ مې  وپوښته له حاله چې ولې دي

 اویاوایي:

یار د یار له سترګو اوښکې پاکیزه کا    ــ   تا دریاب کړې زما اوښکې په یارۍ کې

اویا وایي :

چې په وصال کې یې اوښکې نه وچیږي   ــ   ترو به حال  درحمان څه وي په هجران کې

اویا وایي :

یاره ستا په جدایۍ او په ډیر غم کې   ــ   سیند داوښکو درومي په رخسار زما

اویا وایي :

ترخې اوښکې دعاشق آب ونمک دي    ــ  خدای دې نه کاڅوک بې آبه بې نمکه

اویا وایي :

          دا څه اوښکې نه دي چې بهیږي له چشمانو  ــ   وینې دي بهیږي د زړګوټي له پرهاره

اویا وایي :

ای رحمانه اوښکې هم له تخمه دباران دي  ــ   کښت د هغه شین شوچې ګریانې لري سترګې

اویا وایي :

هیڅ اثر د رحمان اوښکې په یار نه کا   ــ  خدای دې اوښکې دچا نه کا بې اثره

اویا وایي :

ستا د مینې ګوهر نشته په هر آب کې   ــ   مګر بیا موندشي د اوښکو په دریاب کې

له دغو بیتوڅخه داسې جوتیږي چې  دی  یو دیني او روحاني عالم و،  او د خدای( ج )  په عبادت او ریاضت بوخت و. ده داسلامي تعلیماتو  اونظریاتو څراغ تل بل ساتلې و.

دی  د تقوا اوپرهیزګارې  روښانه  سمبول وه .  ده  د خدای ( ج ) په مینه او محبت کې  ډیر خوندور شعرونه ویلي دي، همدا وجه  ده چې  ټولو خلکو په  تیره بیا  پښتنو  دهغه  په درویشي او فقیري  او روانې  طبع هوکړې ده، او دده په هرنصیحت، پند، قول اوقرار اعتقادلري .    

دی دپښتنو په منځ کې د عزت، درناوې اود قدراوستاینې وړ شخصیت په توګه پیژندل شوی دی، اود(بابا) په درانه لقب منلې شوې دی .
دی په خپلو شعرونو کې دالله (ج) سره خپله مینه داسې بیانوي :

ګوره هسې کردګار دی رب زما    ــ   چې صاحب دکل اختیار دی رب زما

همګي بزرګواران چې څوک یې وایي   ــ    تر همه و بزرګوار دی رب زما

نه یې هیڅ حاجت په چا باندې موقوف دی ــ  نه د هیچا منت بار دی رب زما

له نیستېۍ یې دهستۍ صورت پیدا کا  ــ  هسې رنګ پروردیګار دی رب زما
 

او یا وایي :

په نامه دهغه خدای مې دا بیان دی    ــ   چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دی

هم بادشاه دی دجمله ؤ بادشاهانو     ــ  هم د هر یوه سلطان په سر سلطان دی

هغه کار چې و هر چا وته مشکل وي  ــ   هغه کار واړه و ده  و ته آسان وي

څوک آفتاب شي په آسمان راخیږولی   ــ  ده آفتاب راخیږولی په آسمان دی

څوک دنمر په مخ حجاب شي غوړولی ــ     ده پټ کړی نمر په ابر کې پنهان دی

څوک په شپه کې شي مهتاب پیدا کولی  ــ  ده په شپه کې پیدا کړی ماه تابان دی

څوک یو څاڅکی پریستی شي له آسمانه  ــ   نزول کړی ده په مونږ باندې باران دی

څوک شي روح ننویستی په یوه ماشي    ــ  ژوندی کړی ده په روح تمام جهان دی
 

رحمان بابا یو لوی زاهد، عابد، عالم اود دین مرشد و.دی یوپاک اوسپیڅلې مسلمان و، اود خپل روحاني ژوند سره بوخت و.

ارواښاد ګل پاچا الفت، چې زموږ دهیوادیو وتلې، تکړه دروند اوپیاوړې شاعر اولیکوال دی د رحمان بابا د شاعرې اوشخصیت په هکله داسې وایي :

(دخیبر او تیرا له غرونوهغه خوا دپیښور په بهادر کلي کې یو پښتون فقیر اوسیده چې خبرې یې  شعر او شعر یې حکمت و.

رحمان بابا هغه څوک و چې  دغفلت  له خوبه د بلبلو په آواز  راویښ شو او  د زړه  مراقبه یې  د ګلو له غونچو او غوټیو زده کړه.  په زړه کې یې دپاک خدای دمقدس عشق لمبې بلې دي او له  ژبې یې  سوزان شعرونه را وتل .)

رحمان بابا یو روحاني، ادبي اوټولنیز  شهرت لري او دی  دیو صوفي  مشر  په توګه  د خلکوپه  ذهن او روان کې خپل ځای او مقام تر لاسه کړې دی . د ده زیاتره شعرونه د خدای(ج)  په ستاینه کې او دحقیقي عشق په هکله ویل شوي دي .

ښاغلي محمداکبر کرګر  زموږ  دهیواد،  پیاوړې او وتلی لیکوال اوڅیړنیزپوه شخصیت  دی په  خپله یوه لیکنه کې رحمان بابا عشق یعنی څه ؟) ترسر لیک لاندی  داسې  وایي:

( درحمان بابا په انګلیسي ژباړل شوي دیوان کې سریزه لیکونکې داسې  باور لري، چې هغه څه چې د رحمان بابا په دیوان کې ډیر برجسته او څرګند دي هغه عشق دی . موږ درحمان بابا په دیوان کې په دې خبره غور وکړ ، د رحمان بابا په دیوان کې په کراتو ځله دعشق کلیمه تکرار شویده؟ خو دا عشق یوازې تصوفي او عرفاني عشق نه دی . دا یوه  اوږده قصیده ډوله غزل دی، چې مطلع یې ده :

په نامه دهغه خدای مې دا بیان دی -  چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دی .  په دې شعر کې رحمان بابا دخدای توصیف کوي، دخدای صفات بیانوي چې له  یوې  خوا شریعت ته نږدې اوله بلې خوا دخالص تصوف او عرفان څخه واټن نیسي .  په دې مانا چې په وحدت الوجود کې په عالي او ترانسیندینتال حالت کې صوفي له ځانه بهر کیږي او ځان یا مادی وجود نفي بولي .)

 

ادامه لری

انجنیرعبدالقادر « مسعود »

 



                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

 د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com
                                     

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است