د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان
اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب ارشیف مضامین اسلام  
صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی
 

ترتیب کوونکي : اسدالله «  فکری »
د نشر نیټه : ۸ مارچ ۲۰۱۱ میلادی

د مستري نظم
 

دچــا د بــغاوت ســر تــرپـامــيره رســـېدلى         دچا ټيــټ شــوي ســر دمــلا تر تيره رسېدلى

سـره د بـغاوت جانـانـه ارتـې تـڼـۍ ګــرځې          تعــجـب نـدى په دومره رقيبانو کې ژوندون؟

اى پټ نه شو لـه چا مخ ته په دوه وګوتو لمر        آخــر هــم بـرابـر شـوهـغـه سـر اودغـره سـر

اورمـه تـرنم پــه الله هـو مـســت د شيـخــان          دربـار تـه دې راغـلـي دي لـه لـرې مـريـدان

ته چېرته يې جانـانه ګل کــڅــونـو تـه راځـه          دکــلـي هــغـــو دنـګــو چـنـارونــولــه راځــه

چه څرنګه په لــمــرپسې دلمر ګـلـونه اوړي          دا ســتا مـخـورمـخ پــسې بـلامـخـونـه اوړي

شوې تتې دآينودمـخ څــېرې درپــسې تـرکې         نور چوي له انتظارزړونه زارې درپسې ترکې

آشنا بويه چې ولاړې يوسف مخى درنه جوړشو    يو څرک په غرونو پاتې لمر مخى درنه جوړشو

تت مـه شـه تـرمـنـزله ســتا دلارې مـشـالونه       راڼه شه درته داسپوږمۍ او سـتوري کـږلېچونه

مـنوچې دلته اوسپنه وايــمـان دي ټـکـرشـوي         څـوځـل درقـيب سر اوزماسر، سرپه سرشوي

 

نظـــــم    

دسې څوک شته چې د ارې خوله کې غاښونه مات کړي!؟

داسـې ځــلـمي غــواړم لاسـتي مـات تـبـرونه مـات کـــړي

دسـپـين غــــرد بـــورو زرکـــو ورک بـچـي پـيــدا کـــړي

د مـنـډيـردتـجـارانــو نــه پــوښــتـنـه وکـړي ــ  دکــنــړ دبـوچــو لـمـنـځـو څـټـکـي وژړوي 

داسې څوک شته چې ملالۍ او ناهيدې ته ولاړشي!؟

په ډبرين قبريې دپېغلو مات بنګړي کتار کړي

دملالۍ ورک شوي قبر ته ګمبد جوړ کړي ــ  دنــاهـيـدې شـيـنـدلـي قـبر ته څوتيږې کېږدي

دغه د روبـلـوميـنان اوس په ډالرو روږدي ــ داپـه ښـوروا پـه پـلاوونـو او پـه لـرو روږدي

چې ددوى جېب ډک وي، ملي ګټه تاوان څه کوي

دوى په مذهب او په پښتون اوپښتونستان څه کوي

دا په هندي ډرامو بوخت دي، دين ايمان څه کوي
 

           داسې څوک شته چې د پارلمان وکيل ته ووايي چې:
 

وکيل صاحب! ته د اتو کـوټـو دننه ناست يې  ــ خـاورې پـه سـربـه د اولــس غــږتـاتـه ورسـېږي

ته د پسته، مميز، بـادامـو سره چـاى شوپوه ــ  ته خــوره سره کـړي پرې دپاسه پيا پيپسي شوپوه

شاباس! په خپلوکـړو ژمنو دې وفــاوکــړله ــ  سړک دې جوړ، برق دې راتېر اواسپتال جوړوې

دکلي لوى جومات هم ستا په چنده پوخ جوړشو ــ  داخـوبه پـېژنې چـې کـومو خلکو ووټ درکړى

څرمن ترې وباسه له يوې پښې يې وځړوه!
 

         داسې څوک شته چي دوه تابعيته وزيران وپوښتي  

دا بيت المال به ستا دوه نيم لکه تنخواه درکړي  ــ که ستا د پاريس، جرمن، لندن دجازټکټ درکړي

مـونـږلـه غـربـتـه يــو دبـل په مـرۍ وغـريــدو  ــ دا لــه غــربـتـه مـو ګـز، ګـز ژبې لـه خولې وتلي

سـتا داتنـخـواه بـه خود زمونږه له هـډونـو وزي

زما لـس کـلـن بچی جـوالـي پر اږه پړى روان ــ ستا لـس کلن پچى ښـوونځي ته پتلون کړى روان

خاورې په سر به زماو ستا ترمنځ واټن کم شي

راځـئ پوښـتـنه د مـارشال او مل پاسوال وکړو

دده پـر سـرولاړ بيرغ تـه دوه لاسـي سلام دی

ددې بـيرغ مـحراب منبر ، سيورى ثواب ګڼمه ــ خـومونږ پوښـتـنه دبې برېتـو او برېتورو کوو

که ته ساتونکى او مېړه يې خودا نور څه کوي؟ ــ که پردوى ساتې دا وطن، ته نر، نر مه کېږه بيا

ته ديوه جېب له پاسه بل پسې بل جېب جوړ کړه ــ  يـوجـېب کـې اچـوه افغانۍ بل کې ډالر ګرځوه

دريـــم جـيــب ښــه دى دکــلــدارو ضـرورت پېـښـېږي

اوس ته عسکريې، که پاسوال يې، که صراف ومارشال
 

     داسې څوک شته چې له راغلو نه پوښتنه وکړي!؟ 

چې دوى موږ ساتي که په مونږه باندې ځان ساتي؟ ــ که په مونږ ځان ساتي چې مونږه په خپل ځان پوى شو

که مونږه ساتي نوساتل ته او خداي داسې کېږي! ــ چې مـونـږه سـا تـي اوزمـونـږه پـه انـګـړ راخــېژي

او ترجمان دلال دې وايــي ځــان ونه خــوځــوې ــ ســتا دټـــوپـک يـخـه شـپـېلۍ ځـما تـندى وســېزي

کټ، بستره، لوښي، بکسونه مې په څــټ واړوې ــ ځــمـا هــا پــت ځــما غـرورخړو موزو لاندې کړې

افغانى پرېږده د روسي وجدان به ومني دا!

ګــوره ځـلـمـيه! پـه ځـان ترس وکړه لږرحم وکړه ــ  تـه نـابـلـده يـې، کـږلېـچـونـو کـې به وغورځيږې

دا تنګى شلم دى منځ کې کش به دې کي نارې لري ــ  دا وطــن پـرښــې لــري ګــرګــې لري ګارې لري

     ځلميه!دلته مرۍ د ګرګين پرې شوه انګرېزان هلاک شول ــ  دمــغولــيــانـو ســقــاويــانــونه تــنـۍ پــاتــې دي

هـمدې ګرزونـو کـې پرون دلته روسان هلاک شول

په تا هم مورلنګه ده کوربه لرې يار به لرې  ــ  د ژوند ملګرى به لرې منګى سيتار به لرې

ځـلـميه! تا پـېريان، دېـوان، لـيـوان بـازان پـېژني  ــ تالــړمـان، ماران، پړانګان، زمري، مـېږيان پيژني

ولـې؟ چـې ته له غـنم رنــګــو ســره فــرق لـرې   ــ  ته ښــايــســته  لــه دې بــد رنـګــو ســره فرق لرې

دا ځــنــاور اوحــشــرات لا پـه اوده کـې بـنـد دي  ــ  دوى لا اوس هـــم د سـلـيـمان په اجـازه کـې بند دي

دلــتــه نـګـــيـن د سـلـيـمان لا ايــره شـــوي نـدي ــ دا نـګــيـن دســلـيـمـان ، دسـلـيـمـان ګـوتـه غــواړي

چــې تـور دالان کـې خــټين کـوردتـوتـکـو ورانـوي 

دلـتـه اکــثــره ســروهـــلـي بـــروهـــلـي راځـی ــ پــه دغــه لار بــانــدې اکــثـر آزار ګــټلـي راځــي

منو چې تـا بـه وي ځــمــا دمــرګ جواز راوړى ــ   ځــمـونـږ وژلـو تـه دې ټـانګ راوړى جاز راوړى

بې له قاضي اومحکمې مې خپل درشل کې وژنې ــ  تــه شــوې مالک دکوراو ما په تور دغل کې وژنې

له دې نه پورته بل واکي او زورواکي څنګه وي؟

مونږه جنګ نه کوو خوجنګ پرمونږ را وتپل شي  ــ  دپــلار نـيـکـه دشـمـلې نـنـګ پرموږ راوتپل شي

ننګ په غله، جنګ په وسله، اوږده لاسونه غواړي ــ  جـنګ پرمخ تـلـلـى اقتصاد جازو ټانګونه غواړي

مونږه له ولږې اور دسوال په ټوک ډوډۍ وژنو 

زمونږه خويندې دپرديو دوکانو مخې ته  ــ  دسوال لمنې غوړولې ټوک ډوډۍ غواړي

په دې مړه ډيموکراسۍ کې مونږ له ولږې مړه شوو 

جنګ ماده مچ دي مچ دورځې سل بچي زېږوي ــ  جــنګ هــلا کـت دى تبــاهـي ده بـربادي زېږوي

جنګ جواري ده د جوارۍ په ګټه روږدى مشې 

له بــل طــرفه پـروطــن د اېــډز وبـا خـپرېــږي ــ  څــو فـاحــشـولـه افـغـانـي ناموسه پوزه پرې کړه

دڅــوډالــرو پـه بـدل کـې خـپـل غـاښـونه ايـســتل ــ  دخـداى لـه دې عظيم نعمته يې ځان محروم کړلو

تولعنت شه چې په دې پيسوبه بيا څه کوي دوى 

له بل طرفه ښکاره هډې لري روږدي بدمعاشان ــ له کبره غټ لکه عاديان او ثمودي بدمعاشان

غرب کې قـانـون دى دهــلک ودول بل هلک ته ــ  حـيران پدې عقل پدي ساينس پدي پرمختګ

چې دهلـک ودول  هـلـک ته څنګــه کـېږي؟

دوه منزله نه تولد اوتوليد دې را شي که نه! 

شراب او اېډز قتل او قتال ته څوک لمنه وهي؟ ــ  چادپوډروماشين جوړ کړڅوک يې ستنې وهي؟

مونږ خولاسنتې کې سورى قدرې هم نشو اچوى ــ  له دې افيمو نه پوډر اوهروئين څوک جوړوي 

له بل طرفه داغټ خېټي ملکان غوړه مــالان ــ  پرخلعتونو باندې روږدي داشېخان غوړه مالان

چې کورته يې ورشې بيا سوپرلري ټيکټرې لري ــ  پـه جـريـبو جـريـبـو ځـمـکې لـري غـرې لري

چکۍ سابون لوټه غوړوپسې به سر ماتوي  ــ  چارک لوبيا د سوال په اوړو پسې به سر ماتوي 

دمـؤســسـو انــجـوو ګـانــو بـه څـه نــه وايـمـه ــ  بس دومره وايم چې خيرات زمونږ په نوم راوړي

 پښې ترې راتاو کړي دخپل کورخيرات پخپله وخوري ــ  ته واى کرزى ﻻﻻ به دکومې سوړې خوله بنده کړي؟

له بل طرفه دې شاعرپه دواړو سترګو ړوند شي   ــ   ګوتې يې ماتې شه په ژبه باندې هم ګونګې شه

دجانان داشين منګى دې ســتا په ســر مــات شه   ــ     دامازديګر اودا ګودر دې ستا په وينو سورشي

ته دولس داڅانګې څريکې شر اوشور نه اورې؟  ـ  په غوږو کوڼ شې چې ځګېروي د زخمي ورورنه اورې 

دچـا پـه کـورسېلاب خـتلى په چـا بـم پـرېـوتـى       ـ     تـه پـه دربـارکـې په کـباب او پـلـونـو ډک شـوې

دولـس دتـنـدو غـرو خــولـه لـــه خــاورو ډکــه      ـ     داصحـافـت اوژورنـالـيزم دې سـتا سـروخــوري 

په ګـفتار نه کېږي نغلو پـــولادي عـزم غـواړي     ـ      ګــوره اوربـل د شيـرينۍ فـرهـادي عزم غواړي

مونږسره مه راځه خپل ځان ته سرنوشت ونيسه     ـ      دخــوشـال خان نوم او نښان ته سـرنوشت ونيسه

خـلک دې نـه مـني راپاڅه خپل هويت ثابت کړه      ـ     د پنـجـاب پـه تـور هُد هُد دې هـغه خـط ثابت کړه

داپه شړشمو چې غوړګرځي کوزني ښوى سري

دا سايل خــېل،  اجمل خېل اودراني ښوى سري 

پاڅه لاﻻ ټـولو قـومـونـو آزادي واخـيـسـته     ـ     تــه خـــبرنـه يـې د بـرلـين دېـوال يـې ونـړاوه

او اسرائيلو فـلـسطين په رسـمـيـت وپېژانده      ـ     ازبکـستان، تاجکستان او ترکمنستان آزاد شول

له اتـحاد جماهـير نه اوس روسيه جوړه ده     ـ     له مقبوضه کشمير به هم آزاد کـشمير جوړشي

چين به له هند سره دخپلې ملا په تيرجوړشي 

ستا په سينه باندې درګرده ګنډين ښار تېرېږي  ــ     ګنډي ګرېوان ستنه يې لاس کې خوله تارتېرېږي

ته دپنجاب دغلامۍ نوي سـوچونه کوه

ته دګلاپې په مړوند باندې خوبونه کوه 

له بل طرفه يو بل ځوان چاړه په لاس ولاړ دى  ـ    پوښــتـنه نـشــته خــو ايله لـه تـنه سـرپرې کوي

کـه کـلـه زه اوزما رنګـي خلک پېښ شـو درته  ـ     ځما د سردپرې کاوه فــتوا دې هم جـيـب کې وه

لـه مـرګـه مـخـکـي وصـيـت کـوم اعلان کـومه  ـ    وصـيـت کـول ګـوره دمـړي پـرژونـدي حق وي

عــزيــز تربورلرم پـښتون يـمه پېغـور راکـوي  ــ   دکـلـي خـلـک مـې په سـپـيـنه جـامـه تـورراکوي

سر رانه غوڅ کړه خو يوه خبره دخداى په خاطر

دولـو مـنـځ کــې مـې دکـــــفـر ټـاپـه مـه لـګـوه ! 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

هیله :

ستاسې او ستاسې ملګرو او درنو لوستونکو ته سلامونه وایم .

ما دلته دپښتو ژبې یو خوږ ژبي، ویښ او په حالاتو پوه شاعرچې دکومې مشاعرې په ترڅ کې یې خپل شعر ویلی او دویډیویي کلیپ په بڼه زما لاس ته راغلی.

 اوس زه له تاسې څخه هیله لرم چې کچېرې دده دپیژندلو لپاره څه معلومات لری ماته یې راولیږی. دهغه شعرمې په لیکلي بڼه تاسې ته ډالۍ کړ هیله ده چې دشاعراصلي الفاظ مې لیکلي وي .

ستاسې له مرستې څخه مننه

اسدالله  « فکری »

 

 


                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

 د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد

said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com
                                                            

                                     

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است