د اټک « يوسفزی
» لیکنه
نیټه : ۲۳ ـ ۹ ـ
۲۰۱۰ م ـ کال

يو رکــن
هم مې سترګې هم مې زړه هم ځيګر دی
ګران وطـــن
افغانستان زمــــا دلبر دی
څوک وېشلی راڼه
ستوري د اسمان شي
يوافغان دی ميشت
که لردی اوکه بردی
دستا مينه مــې يو رکن د
ايمان دی
ما دپاره ستا
خدمت حجې
اکبر دی
که دنيا کې دجنت ليدل څوک
غواړي
يــو جنت بــلا تشبې خپله
خيبر دی
ستا بلا دې پــــه ما پرېــووځي اټکه
ستاپه سرمې لاس کې
خپل نيولی سردی
اټک يوسفزی
الوتکه / امسټرډم
/ اوسلو
|