د اټک « يوسفزی »
لیکنه
نیټه : ۲ ـ ۷ ــ
۲۰۱۰ م ـ کال
خــــدايــــه!
خدايه
دا تور زړګی مې سپين کړې ته نور
چې نـــور،
و نه وژنــــم بچی د خـــپل مور
خدايـــه
دا ګــــوتــې رانه غـبرګې واخله
که مې مـــاشه راښــکله بيا پخپل ورور
ربــــه
د مــــټو زور مـــې هـــم اوبه کړه
که
ورانه وه مې پــرې دا ځــل د چا کور
خـــدايه
مــــا خپله پـــرې لمبه لمبه کړه
که
مــــې په بــــل چــــا بـــلوه کلــــه اور
خدايه
ســــرتوره کړه لـــومړی زما خور
که مې واژه کــــوم ګلالی ورور د خور
که مې
پرې بيا کړ وڅوک په نښه خدايه !
سترګې مې واخله چې انسان شمه نور
د ا جاړه
ژبه مــــې کړې ګونګــــه خدايه
که مې
بيا چـــا تــــه ورکــاوه پرې پېغور
ربــــه
انسان مــــې کــــړه حيــــوان يمه لا
ښکر
رانه واخلـــه چې اوبه مې شي زور
اټک
يوسفزی
|