د اټک « يوسفزی » لیکنه
نیټه : ۷ ـ ۸ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال
راګـــېره شوه
خير دی که وعده درنه بيا هېره
شوه
شپه وه بس د اوښکو سره تېره
شوه
زړه تـه مې د
هيچا د تلو لار نشته
ستا کيسه پخپله رابــــر سېره شوه
سترګې مې ايـله سره ورغلې وې
راغله بيا د زړه
نه راچـــاپېره شوه
څومره يې په منډو منډو ستړی کړم
اوس مې تخيل کې ښه راګېره شوه
تا اټک ګــرېــــوان
، نــه رانيولی د ی
ځکه د غلــــيم نه ورکه وېره شوه
اتک « یوسفزی »
|