فلسفي بحث
۱۸ مارچ
۲۰۱۲ میلادی
له ماڅخه یوه دوست د دمو کراسۍ په اړه پوښتنه وکړه ،
زه غواړم
په دې هکله خپل نظر د ټولو هیواد والو او نړیوالو
سره شریک کړم .
د بشري ټولنیزو مناسباتو
په قاموس کې ، ماته د دموکراسۍ د نظري او عملي افادې په نامه کوم مناسب ، معیار،
محک، افق ، شاخص او منطقي مسمی َ بهِ
افاده نه ده په سترګو شوې ،نه پخپله
کله په کومه ټولنه کې ددغه ډول
ټولنیزو مناسِباتو شاهد یم ، نه په تیر تاریخ کې څوک دغه ډول نمونه په ګوته کولې شي او نه په
راتلونکي کې زما پرې باور راتلای شي . زما
په عقیده ، دموکراسي دتاریخ په اوږدو کې
تل د هرې حاکمې طبقې یو ډول دیکتاتوري وه ، ده او په راتلونکي کې به هم د هغې
دموکراتیک اصل ، لکه نن چې په سترګو کیږي ، د زماني مجانب سره په لا یتناهي صفر ته تقرب وکړي .
کوم څه ، چې پورته
ما په خپل ذهني آند او تراوش
سره ، وکولې شو ل په خپله منطقي ارزنه سره افاده کړم ،دا دبشري مناسباتو تیر ، اوسنې او راتلونې
واقعیت او حقيت دې ، کوم یو ،چې په اوسنې مسیر ا و جهت سره جریان لري او زما په
زیات احتمال سره ، زمونږ نړیوال زماني فاکتور او بعد به نړیوالو ته « صراط المستقیم » ته د اووختلو فرصت ورنه کړي .
له نېکه مرغه ، د واقعي دموکراسۍ علمي منطقي افاده ، زما په عقیده ، په الاهې کلام کې
د الهي حکم په حیث ، ډېره واضح او په لنډ ډول ، په دوه کلمو « عدل او انصاف » سره افاده شوې او په مراعات سره به
یي ، دموکراتیک اصول د زماني مجانب سره
لایتناهي کې، لایمناهي ته تقرب
وکړي او واقعي ایدیال الاهي سراسري عدل او
انصاف به په ټول جهان کې برقراره شي . خو له بده مرغه ، کله چې مونږ بشري ذهني نیمګړتیاوؤ ،نفس ، شیطان ، حرص او نورو
دېته ورته انساني او عام خلقتي خواهشاتو
ته ګورو ، دالاهي عدل او انصاف مینه او هوس به په زیات احتمال یواځې د متقي ، مؤمنو مسلمانو
انسانانو په زړونو کې محدود پاتې شي او د هغوۍ لپاره به د ځانګړي عطوفت په رحماني ورشواو دنیاګۍ بدله
شي . کاشکې انساني ټولنه هم ددغه ډول مناسباتو په تقلید ذات البینی مناسبات عیار کړ ي ، پرته له ګټې به یي هیڅ کله زیان په نصیب نه شي ! ! !
ډاکټر حرکت
|