د مینې سبق
دمینې سبق لولم، څوک کتاب نه راکوي
له تندې څخه مرمه، څوک شراب نه راکوي
کالونه په ما تیر دي، دروازګۍ ته دې ولاړ یم
فریاد ته مې د کور خاوند ځواب نه راکوي
په ساز کې د بنګړویې، پیغلې هیلې په نڅا شوې
محفل د نڅا جوړ دی، څوک رباب نه راکوي
د عشق په سمندر کې، بې ګدره یم ګډ شوی
ماڼو راته لاسونه، د ثواب نه راکوي
ازل کې مې شامیت چا په ترخوکې ؤ لیکلای
ترخې پیالې څکمه، څوک کباب نه راکوي
د زلفو تور ماښام یې، راته ورځ توره تیاره کړه
سلګۍ وهم تیارو ته، څوک آفتاب نه راکوي
د مینې لامبوزن یم، د نوحیانو په توفان کې
لامبو مې غوره کړې څوک دریاب نه راکوي
تقدیر په ما بار کړي، د ګناه پیټۍ بارونه
بارونه مې درانده دي، څوک حساب نه راکوي
ګدا د میکدو یم، پاچاهي مې غوره کړې
رقیب دې له ګدا پرته خطاب نه راکوي
رنځور د محبت یم او یا کوډې په ما شوي
دانا راته تفسیر، په دغه باب نه راکوي
« پویانه» داغزله که شفیع ستا د ګناه شي
« نو قبر به څپیړه د عذاب نه راکوي »
عنایت الله « پویان »
|