د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایر نشرات  هدف ارگان
ورزش مرکز استراتیژیک شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین اسلام  
صفحه سعید افغانی صفحه اصلی

 
 

د  داکتر فاروق  « فردا  »  تازه  شعرونه

د نشر نیټه  :   د   نوامبر  میاشت   اوله  ،  د  ۲۰۱۰  میلادی  ـ  کال

                 

 

 

دشهادت آذان
 

دپرواز مړو هیلو ته...،

کوترې ساندې بولي،

او نازوی کوچني بچي د شهادت په آذان،

سږکال بیاهم ښکاریانو ګوتې  په ماشو ایښي  دي.

 

کوترې
 

نوی موسم شو د کوترو مهاجرې ډلې راغلې خدایزده چېرې به ځي؟

ستوري دي لرې چې  په غېږو کې  یې ځالې  وکړي

لاندې پرځمکه دکوترو د «شوقیانو» پرځای،

دانې د نورو په لمنو کې دي.

سپینو کوترو ته برجونه او بامونه هم پردي ښکارېږي.

 

رڼا

داورته  سخته  ده چې

ځان  د تیارو له  لومو ورغوي،

ځکه د تورو شپو ښکاري هغه ته دام  ايښی دی

دلمر له وړانګو نه امسا په لاس کې ځمه ورته

او را ولمه یې د لمر کلي ته.

 

چڼچڼي
 

چڼچڼي هر څومره چې والوزي ، پرواز وکړي  وزر ووهي،

آسمان...،

دزړه لمنه ورته نه تنګوي.

خو د دَمې د پاره

چې غواړي ځمکې ته ستنې شي د شنو څانګو پر ځای

بس د ښکاریانو  پر منګولو کیني.

 

دښمن!!!
 

هغه  به هېڅکله زه نه  ویشتلم

که ورته نه وای چا ویلي چې دښمن دی ورنه مخ واړوه

چې که دې ونه واژه، وژني به دې.

او ماته هم  همداسې،

چې کله موږ سترګې په سترګو شولو وپوهېدو،څوک دې دښمن؟

  



                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

 د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com
                                     

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است