د داکتر فاروق « فردا
» تازه
شعرونه
د
نشر نیټه : د نوامبر میاشت
۲۷ مه ، د ۲۰۱۰ میلادی ـ کال
د اوربـل ګــل
ته د
وږمو غیږو ته ولوېدلې
هغوې هم
تاوه کړې را تاوه کړلې
او زما
پرېشانه حال په شان زلفې دې جړې پړې
پرمخ او ولو دې را ماتې شولې
خو هغه ګل چې زما
له لاسه ستا اوربل باندې وږمو ایښی دي
پر اننګو دې د
خپل سیوري نندارې ته لا تر اوسه ناست دی.
د زړه بـــڼ
زه مې د زړه په بڼ کې وګرزېدم
نظر مې ته یې د وږمو سیوري کې ګېره کړلې
- ومې لیدل-
چې ګلان ستا له مخ نه رنګ اخیستل
غوټیو هم ستا د ښکلا سین کې مخونه وللو.
تــــه
یوازې ته یې او رڼا
ده ستا چې،
ما ته مې ځان را ښکاري
او رڼوي مې ستا د وړانګو په څېر
زه مې د ځان د رڼا
. . .،
سیوري کې تا ته ګورم
یوازې ته یې هلته.
لـَوګــــر
د انتظار پر شېبو
راځه د پاې د ټکي ګل وکرو
چې هر سهار د غنم لو د شپو لنډیو سره
راويښوم به دې د ناز له خوبه
تر کروندو د خپلې غېږې پر منګولو یاره وړمه به دې
زه د غنمو د ډنډرو
پر مخ
د لور مچکو ته سندرې وایم
ته په پستو لاسونو ما پسې لمنه کې دې،
را ټولوې به وږي.
د مستقبل ناوي
کالبد مو د ماضي، نویو شېبو په سترګکونو وړي پر ولو د بڼو
راوړي به د اتڼ مستو څپو سره جوړه له هغې لورې
ډولۍ د مستقبل د ښکلېو ناوو چې له ژنو وې خپه.
د رڼا غــونچې
ګیډۍ په لاس، امېل په غاړه کې یې
راځي، شکرۍ یې د
ګلونو پر سر
له ستورو ډکه یې لمنه، وېشي
د تیارو زړونو په کوڅو د رڼا ګانو غونچې.
|