د پوهنمل طـــلا « حبیب
زی » لیکنه
د نشر نیټه
: ۲۴ ــ ۱۲ ــ ۲۰۱۰ م ـ کال
بدلــون
احساس ځــوانیمرګ شوی که حالات بدل بدل شول
فــکرونه لــیوني دي که خیالات بدل بدل
شول
محراب کې د ملا پر ځای ابلیس په سجده پروت دی
شیطــان مسلمان شــوی
مناجات بدل بدل شول
دوخت دواړه وښکي د
عاطفو په وینو سره دي
احساس د
مرګ میلمه دی جنایات بدل
بدل شول
شهباز لاس
کې ویده دی د سازونو اواز مـړ شه
ویــرونه په کې ناڅــي خـــرابات
بدل بدل شول
ترخو سره خواږه دي ټول په زهـرو لړل شوي
له قنده
لــوټه جــوړه که نبـــات
بدل بدل شول
زخمي ځکه غـــزلې
په ویرجـونو کــرښو لیکي
قلـــم دوزخـــي
شـــوی احساسات بدل بدل
شول
طــلا « حبیب
زی »
|