د پوهنمل طـــلا « حبیب
زی » لیکنه
د نشر نیټه
: ۱۵ ــ ۱۰ ــ ۲۰۱۰ م ـ کال
سهــار
بیا دې لویه خدایه
په اذان لمنه نیسمه
هیلو د ژوندون ته د
ارمان لمنه نیسمه
سر مې دوعاګانو
ته په خړه ځمکه ږدمه بیا
ستا د رحمتــونـو د بــاران
لــمنه نیسمه
ځار دې زیارتونه شم چې ښې چارې راوکوي
بیا دې نوي زیري ته لمن او ګریوان نیسمه
لاس په دوعاګانو تا نه خیر په مخه غواړمه
سر په سجده ږدمــه د اسمان لمنه نیسمه
زه به دې ښه زیري ته ځوالې په غاړه و ګرځم
بــاغ ته
د ګــلونو د باغــوان
لــمنه نیسمه
تږی و چې شونډې به میروکې پسې ګرځمه
غیږې د
سپین غــرنه د توپان لمنه نیسمه
حبیب زی
د ۱۱ـ۱ ـ۲۰۰۷ م ـ کال ـ المان
|