دا په تا کې وينم |
|
دا دې دنيا څه نعمتونه چې
دې |
افغانستانه دا په تا کې وينم |
دا دې ګلانو
څه عطرونه چې دې |
افغانستانه دا په تا
کې وينم
|
*****
|
که په هرملک
کې معدنونه ګورې |
هيواده تا ترينه کم نه بولمه |
که زمرد يا مرجانونه ګورې |
هيواده تا ترينه کم نه بولمه |
*****
|
چيرته ياقوت او که لعلونه
چې دې |
افغانستانه دا په تا کې وينم |
دا د دنيا څه نعمتونه چې دې |
افغانستانه دا په تا کې
وينم |
*****
|
هسکه شمله له حمتونه ډکه |
له ميروس خان څينې يادګار پاته دی |
له ميوندۍ ملالې هره ټپه |
پيغلې او ځوان لره يادګار پاته
دی |
*****
|
ديرې جرګې او ګدرونه چې دي |
افغانستانه دا په تا کې وينم |
دا دې دنيا څه نعمتونه چې د ې |
افغانستانه دا په تا کې وينم |
*****
|
له پاچايي
د بل وطنه څينې |
ترې ملنګي د وطن ښه ښکاريږي |
حفيظ مليار پکښې خاپوړې کړي |
دا خاکروبي د وطن ښه ښکاريږي |
*****
|
دا د سحر ښکلي بادونه چې دې |
افغا نستانه دا په تا کې وينم |
دا دې د نيا څه نعمتونه چې دې |
افغانستانه دا په تا کې وينم |
*****
|
عبدالحفيظ
« مليار ــ ساپی » |
|