|
د عبدالحفيظ
« مليار ــ ساپی » لیکنه
نیټه : د ۲۸ ـ ۱ ـ ۲۰۱۱ م ـ کال |
ناحيدی شهيده
ما په ځانګو
کې ما شومان پيژني
زما غيرت زما ايمان پیژنی
که له هر کاڼي بوټي وپوښتي
څوک
ما له
امــــونه تر بولان
پيژني
قربان د ميوندی ملالی
نوم نه
چې په ټپو يي زوړ او ځوان
پيژني
د مور خدمت چې کړي جنت
ته به ځي
دا جنتيان افغانستان پيژني
په ميکده کې خم په سراړوو
مونږه بدمسته جهانيان پیژني
د
ناهيدۍ شهيدی رنګ د وينې
په سور شفق کې
پاس اسمان پيژني
له
خود غرضو نه نفرت
لرمه
يم يو فـــــقير ما
ملنګان پيژنی
حفيظ
مليار زخمي زخمي روان يم
ما بل څوک نه ما خپل ارمان پيژني
حفيظ « مليار »
|