
|
د سید همایون « اولسي » لیکنه
|
د ادارې فــن
یو آمر باید منځینی
چلند ولري ، نه ښه ، نه بد !
وایي که
ښوونکی له زده کوونکو سره بده وضع کوي ، کله چې ښوونځي ته رانغی ، زده کوونکې د ده په نه راتګ خوشحالي کوي .
او که ښه وضع کوې بیایې څوک مضمون نه زده کوي .
دغه دوه
وضعې داسې دي ، لکه د تلې دوه پلې !
چې یوه درنده
شي بله سپکیږي.
نو د دغو دواړو پلو د موازنې د ساتلو ته ، اداره وایي .
سید همایون « اولسی »
|