|
د سید هایون
« اولسی » لیکنه
|
شعـــر
شعر له شعور څخه نیول شوې دی
.
هر هغه څه چې د
اخذې دستګاه یعنې دماغ
پواسطه درک شي .
حساسیت ، رقت او جذابیت ولري ، شعر دی .
که دا ښه منظره وې ، ښکلې څیره وې ، حساسه خبره وې یا ملیحانه
موسکا یا کتنه وې.
هر هغه اثر چې جذبات ولرې ، شعر دی که څه هم نثر
وي .
هر هغه اثر چې جذبه ونلري
شعر نه دې که څه هم نظم وي .
هو ! یو اثر هغه وخت شعر کیدلاې شي ، چې
عاطفي جذبه یا هم هنري جذبه ولري .
ارسطو ویل : شعر او نڅا ؛ د یوې ریښې
دوه څانګې دي
.
یعنی ، نڅا متحرک
شعر دې .
پدې توګه موسیقي شعر دی.
همدا راز د جهان هره صفحه او څپه شعر دې .
خو د هغه بیان او ترسیم شاعرانه او هنري لید غواړي .
لفظ د
شعر ظرف دی .
ښکلې او
موزون لفظ د معنی ښکلا زیاتوي
او معنی جذبوي .
پدې توګه شعر د
شاعر رقیق احساس دې ، چې د الفاظو په قانوس کښې څرګندیږي
.
سید همایون « اولسي »
|