د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان
اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب ارشیف مضامین اسلام  
صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی

 
   
د بادشاه الدین  «  مشکور » لیکنه
د نشر نیټه : ۱۹ـ ۳ـ ۲۰۱۱ میلادی

 

بهارراغی

 

بیا پسرلی شو، بیا بهار راغی

دسترګوتور د زړه کرار راغی

ګلاب خندیږي چې نګار راغی

غاټول مسکیږي وایې یار راغی

٭٭٭٭٭

جانان به بیا څڼوکې ګل راوړي

هم به چامبیل هم به سنبل راوړي

زما زړګۍ زما ګوګل راوړي

دباغ بلبل بیا په چیغار راغی

 ٭٭٭٭٭

مین  کوي د خپل ارمان خبرې

د سرو ګلونو ګلستان  خبرې

دي د لیلومجنون روان خبرې

بیا مې نن ژبه په ګفتار راغی

 ٭٭٭٭٭

  ځم دعلي بابا مزارته ځمه

جانانه  تاسره مزارته ځمه

دخوبرویانو به دیدارته ځمه

ګل دنارنج به ننګرهار راغی

٭٭٭٭٭ 

مین زړګۍ مې اوس قرارنه کوي

غواړي به څنګ کې جانان وارنه کوي

یاره  په  هیچا  اعتبار  نه   کوي

د مشکورخواته نن سینګار راغی

٭٭٭٭٭

بادشاه الدین  «  مشکور »



                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

 د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com
                                     

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است