د رحیمه « پشتونجار » لیکنه د ۱۹ ــ ۸ ــ ۲۰۱۰ ــ م ـ کال
اې دبرکلي چناره
راته وايه راته وايه
ستا د غيږې ځاله ګۍ کې
څوک تر پايه څوک بې پايه
چېرته نن د درد کوڅو کې
ملنګان د صبر نشته
يايې ورک تري نه کچکول دی
يايې جوړ څېري ګرېوان دی
ګوره زړه نه يې مجمر جوړ دی
سرې سکروټې پرې بليږي
ارمانونه يې سپېلني شول
د لوګو زړګی ډوبيړي
اې د بر کلي چناره
ستا د څانګو په شنو پاڼو
د غزل نښې ځليږي
د لمروړانګې ور له څړه
د وږمو زړه هم رپيږي
ما د وړانګو ښاپيرو نه
درته مينه ده راوړي
لپې لپې يې ژړلي
سپين کفن هم ور په غاړه
فناﻻس نه دنيولي
وړي يې لرې له ارمان نه
څه ځليږي لکه وړانګه
څه سپېڅلي لکه هاله
بې له تانه يې ژوند څه دی
ښه د خړې ځمکې شاړه
ستاد غيږې ځاله ګۍ کې
څوک ترپايه څوک بې پايه
که چیري غواړې چه ستاسو « ادبي ، عرفاني ، فرهنګي او کلتوري » مطالب په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ، نو په دې توګه ستاسو نه په ډیره درناوې هیله کیږې چې خپل لیکل شوې مطالب په لاندې بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته راولیږې .
د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان د نشراتي بورد تر څـارنی لاندی خپریږی .
مؤسس : د حق دلاری کلتوري مرکز مسؤول مدیر: برهـان الدین « سعیدی »
د تأسیس کال: