د رحیمه « پشتونجار
» لیکنه
د ۱۷ ــ ۸ ــ ۲۰۱۰ م ـ کال
داڅنـــګه درد يې
دا څنګه درد يې چې مې اوښکو ته ګريوان ژړوې
داڅنګه درد يې
چې نغمو ته دې په زړه کې د غم ناوې
ژاړي
چېرته ورايې نن دعشق د جنازې راغلې
چېرته په سور پالنګ دوره ورله د عشق جوړوي
داڅنګه درد يې
داڅنګه درد
يې چې سره وړانګه شې د غم په
سارا
په سر وريږې لکه تندر د لمبو په ښکلا
رانه چاپيره کړي سپرغۍ د بوړ بوړکو لمبو
پکې چغيږي د شهيد ارمان ارواپه نارو
داڅنګه درد يې
داڅنګه درد يې چې مې ژوبله کړې ليمه په بڼو
کله تڼاکې مې د
لپو د ارمان وګرځې
کله مې مينه شې غيرت مې شې وجدان وګرځې
داڅنګه درد يې
داڅنګه درد يې چې مې دين کله ايمان وګرځې
کله مې تړمو تړمو اوښکو ته اعظم نوم د يزدان وګرځې
داڅنګه درد يې
داڅنګه درد يې چې د غم په
څپو
کله مې خپل شې کله مينه شې جانان وګرځې
بيارانه چېرته لرې لرې د سماپه دښتو
دارمانونو ستړی پاتې لوی کاروان وګرځې
داڅنګه درد
يې
داڅنګه درد يې چې مې اوښکو ته ګريوان وګرځې
داڅنګه درد
يې
داڅنګه درد
يې ...!!!
رحیمه «
پشتونجار »
۵ ـ ۸ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال
|