د رحیمه « پشتونجار» لیکنه
۹
ــ ۸ ــ ۲۰۱۰ م
ــ کــال
غـــزل
زه داسې ورکه په غربت کې درنه لـيرې ښـــــــــه يم
زړه ته نږدې خو په فـرقت کې درنه ليرې ښـــــــه يم
زه د وطن نـه ستـــــا د ژونــد نه ســتا دکلــي لــيرې
پنـــاه د مـــــــخې په هــجرت کې درنه ليــرې ښه يم
خوږه ګناه يـمـــــــــــه په غــاړه به دې څــه پـريــوځــم
د مات کچکول په سخاوت کې درنه لـيرې ښه
يم
ولې مــې بــولې د شــــــــــاعــر د تخــيل زنــدان تــه
ستا د غــزل د درد لــــــــذت کې درنه ليــرې ښــه
يم
زه ماتـه ماتــه يــم لـمـبه يم دســــپرغــــــــــو
چــغه يم
د ديــدنونو په الفـــت کې درنه لــيرې ښـــــــــــــه
يــم
رحیمه « پشتونجار »
|