د رحیمه پشتونجار لیکنه
د ۱۳ـ۶ـ۲۰۱۰ میلادی ــ کال
غـــزل
لېریې له خــــماره عذابـونه کــړه
ډکې له ثــوابه نــن جامونــه کــړه
حســن د تخلــیق په مدارونو کــې
جوړ د ستورو ښکلی قطارونه کړه
شرنګ د زولنو په ژبه نه غواړی
بندې ورته زیر و بم تارونه کړه
نه دی شاعران چې لېونی نه وی
ډوبې د غزل په جام حسنونه کړه
رســم دې کــه وهم د الله پــه کې
تاوې چې د غاړې تعویذونــه کړه
زړه کې ېې کړه تېره د وفا خطبه
نن چې ېې د مینې آذانـــونه کــړه
رنګ ېې د اســود په ویــنه ولــړه
رب د پرهر ژلو ژنکو زړونه کړه
۳ـ۶ـ
۲۰۱۰
رحیمه پشتونجار
|