د رحیمه « پشـــتونــجار
» لیکنه
د نشر نیټه : ۱۸ ـ ۳ـ ۲۰۱۱ میلادی
یمه حیرانه ربه
ما ویل چې سپینې
واورې
به دوطن په سوځیدلي لمن ووریږي
زما دوطن په زړګي
چې د مودو
راهیسې
د سرو لمبو بلا خوره وره ده
د خپلو سپینو او سپیڅلو پرخو
په سوړ
وریښمین دسمال کې ونغاړي
او تلوسه یې د بدمرغه شیبو
خپل درحمت په غیږه
ورغوي
خو یو نا څاپه
د یو لوری راته
د یو ماشوم سلګۍ په چغو شولې
مخ یې
و لوندپه خپلو ورکو اوښکو
راته یې وویل په وړه ژبګکۍ
ژما شاله شي یمه وړی
تږی،زما ساړه شي یمه وږی تږی
لاش دې کله لپې د الله دلبال ته ،لاس دې کړه لپې
د
الله دربار ته
ولته ووایه سلوواولو په ژای،ورته ووایه سړو
واورو پر ځای
مونږته یوه ګوله دودی، مونږ ته یوه ګوله ډوډی
او چه د تن ګلمې جامې
پیلژوکله، او څو د تن ګرمې جامې پیررزو کړه
اوس یم حیرانه ربه
چې مې د سوی
وطن
ستي پتي زړګي ته
د یخو واورو ټکور وغواړمه
اوکه ادعا ته د دې خوار
ماشوم په چغو ، چغو وژاړمه
اوس یم حیرانه ربه
یمه حیرانه ربه
رحیمه « پشـــتونــجار »
|