د  سعید افغانی  :  آزاده،  ټولنیزه ،  علمي  ،  فرهنګې  او نشراتې  ارګان  ته ښه راغلاست!
تماس با ما سایر نشرات مرکز مطالعات استراتیژیک  اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین صفحه اصلی

 
 

د رحیمه «  پشتونجار  » لینکه
نیټه  :  ۹ـ ۹ـ ۲۰۱۰ م  ـ  کال




نکريزې

دا هم پيکه وختې

ما د اختر په شپه کې

ستا په نامه په لاس نکريزې ايښي

ما ستا د ښکلو غزل تورو نه د شنو نکريزو

په شينکۍ پاڼوڅو د مينې

دايمان مستې وږمې خورې دي

ما مې د زړه په وينو

دلاس د کرښو د قسمت په لاره

د ارمانونو سرې غوټۍ کرلي

ما مې د اوښکو د رڼو پرخو

اوبه ورکړي

په کې يو څو ټکي مې

د پاک قران په بسم الله ليکلي

د (ر) په څنګ کې مې بيا ټکی نن د(پ) وليکه

رپ مې د سترګو ترينه جوړ پاس په بڼو مې ځای کړ

يو څو دعايې مې د اوښکو د لښتي څپې کړې

ما ويل چې اوس به مو ګلونه د ارمان

په غيږ کې و غوړيږي

خوږې وږمې به مو د مينې په کې و ټوکيږي

ما يې کتو ، کتو کې سترګو نه باغچې جوړې کړې

خو داسې نه شوه خانه

نه خو کوم ګل وټوکيد

نه خو وږمې خورې شوې

دې نه د مينې په رنځ سوې

څو سړې ،سوې سلګۍ جوړې شوې

نه يې کوم ګل شته نه وږمه

بس څو د رنځ نښې دي

لکه زما او ستا د مينې د قسمت په شانې

دا هم پيکه وختې

دا هم پيکه وختې

 

رحیمه  «  پشتونجار  »

۹ـ ۹ـ۲۰۱۰ ـ میلادی ـ کال



                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

 د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com
                                     

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است