د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان
اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب ارشیف مضامین اسلام  
صفحه سعیدافغانی صفحه اصلی

                                                                     

            صدیق  « کاوون توفاني »  

ترتیب کوونکی : انجینر عبدالقادر « مسعود »  

د نشر نیټه : ۱۰ ـ ۲ ـ ۲۰۱۱  میلادی
 

دوينو جــام

 

يه آسمانه، بيا دې څه لوبه آغاز كړه ؟

بيا دې كومه غمپروره  نغمه سازكړه

ټول  وطن مې دعمرونو غمكده  شو

زړه دې يخ كه ، ورته خانده ، ورته نازكړه.

 

دآسمان په لاس كې بيا دوينو جام دى

بيا يې كړى قربانۍ  ته ، زما لام دى

ټول وطن راته دسرو وينو درياب شو

ورځ مې شپه ده، هر سهار راته ماښام دى.

 

دوحشت په اور كې سوزي ، ايرې كيږي

دوطن هستي مې ټوله نابوديږي

دښمنانو هسې اور راته كرلى

چې يو ريبم سل يې نور رازرغونيږي.

 

دوحشي ستم دوران دى په وطن كې

هر قاتل اوس قهرمان دى په وطن كې

دوطن لمنه سره ده په سرو وينو

جوړ دسرو وينو باران دى په وطن كې.

 

سرې لمبې دي، دبابا وطن مې سوزي

زړه مې سوزي، ځان مې سوزي تن مې سوزي

په ګلونو مې سكروټې راوريږي

باغ مې سوزي، ښايسته چمن مې سوزي.

 

ته مې چې لاس وركه دښمن شو « دوست » هر يو

اهورا مې چې باله ، اوس اهريمن شو

هر يو راغی، زه يې چور كړم، زه يې بور كړم

شو.   قرباني، زما وطن هريو لاړه

 

وطن وران شو، ملت چور شو، ولس خوار شو

څوك په يوه او څوك په بل  نامه ازار شو

شوه  ډوډۍ   نه  شول، " كالي"، نه شو " كور"  نه مو

څه چې پاتې له نيكو وو، تارو مار شو.

  

سهار وينې رابهيږي ، ما ښام وينې

صراحي نه وينې څاڅي له جام وينې

څه دوينو زمانه شوه لويه خدايه

اغاز وينې راته ښكاري، انجام وينې.

 

تا په كومه ګناه وژني، وطنداره ؟

قرباني يې  بيا دكوم غاصب لپاره ؟

ستا له ورانو كنډوالو نه نور څه غواړي ؟

لاس نه اخلي دښمن دې له ازاره. چې

 

دوطن سپين سرې مور شوله سرتوره

داسمان دناكردو بهير ته ګوره

اوس د وينو په درياب كې ده ولاړه

چې پرون وه په سرو ګلو كې ولاړه

 

چې دګلو دانې وكرم ، اغزي شي

هر ګلرخ ته چې زړه وركړم بازاري شي

 پسى چې  زه اقتدا وكړم " امام " هر

دمسجد له كونجه پورته شي، عاصي شي

 

چاپه يوه او چا په بل نامه خراب كړې

چا ايرې كړې، چا په سرو لمبو كباب كړې

! نه پوهيږم  څه ګناه لرې  وطنه

يې دسرو وينو درياب كړې. چې داهسې

 

دملت په اوږو سپور شي محترم شي

هم كعبه شي، هم ساقي شي، هم صنم شي

هم يې  وژني هم په قبر ورته  ژاړي

هم قاتل شي، هم قاضي يې دستم شي.

 

لويه خدايه ته دا توره شپه رڼا كړې

ټول افغان بيرته په خپل وطن بسيا كړې

شيطاني تروږمۍ  وولۍ  په ستورو

ورنه خلاصه دافغان دزړه دنيا كړې.

                                                             

        صدیق  « کاوون توفاني »  



                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال    
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال     
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است