د  سعید افغانی  :  آزاده ،  ټولنیزه ،  علمي  ،  فرهنګي   او نشراتي   ارګان  ته  ښه راغلاست!
تماس با ما سایر نشرات مرکز مطالعات استراتیژیک  اعلانات فرهنگی هدف ارگان نشراتی شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین صفحه اصلی

د زرلښته  « حفیظ »  لیکنه    

   ۱۹ــ ۷ ــ ۲۰۱۰  م  ـ  کال

 

بد قسمته ښځه

 

چې پيدا شومه دادا  په ما خپه شو
هم زړه ادکۍ  نيا  په ما خپه شوه
د قسمت داول ورځ تندۍ کې  ګونځه
توبه  توبه ټول  دونيا په ما خپه شول
****
چې لږ لويه شوم ما  وويلې مورکۍ  ته

د مکتب دشوق  کيسه خپلې  ادې  ته
مورکۍ  وويل بابا نه به  دی پوښتم
بابا  وويل  نورغوږ مه ږ ده دې انجلۍ  ته
****
د مورکې  سترکوته اوښکه  ژړا زه شوم

خوار قسمته د ډير خولو  واويلا زه شوم
په وې  وې باندې مې پيل دژوند  سبا شوه
تر هغه  چې  دځوانې يوه  ښکلا زه شوم
****
دهر ځوان د زړګي مينې ته کيسه شوم

دهر زړه  دمينې  ښکلې تلوسه  شوم
چا باڼه  راته ستايل اوچاهم  سترګې
چې  څراغ  دپينځو ګوتو افسانه  شوم
****
مرکو او  د جرګو  ګرم  بازار  شو
توبه توبه ټول دونيا مې خريدار شو

د هر چا په خوله کې زما و صفتونه
مرکو  باندې  مې ستړي  عالمونه
****
بيا هم نيا او هم  دادا زما  واکدارشول

دولور  پيسو طلب  ته  طرفدار  شول
بی له دې چې څوک له مانه تپوس وکړي
ځما کوژده اوبيا  واده هم را تيار شول
****
په سروسترګو  مې ژړل چې واده نه کړم

وه ابوې او اې دادا ځان به مې مړه کړم
ما  ويل چې  ددې  کور زه  مذدوري  کړم
ته چې ما خرڅوې زوړ سړی به څه کړم؟
****
د ادا وويل  په ټوپک  دمړه  کوم
ددې  کورپه  مذدورې  د نه ساتم
ښځينه جنس دشرمونو يوه ټوټه وي

زه مجبوريم دا خپل شرم خوندې کوم
****
بله لاره راته پاتې نه  شوه خدايه
څله  اوښکې  تويومه  زه بيځايه

يا خو دلته  يا خو هلته مذدوري  کړم
اې قسمته  زه کمبخته  زندګي  کړم
****
د واده نه مې ډيرپاتې شول غمونه
د ميړه او زما دخواښې  پيغورونه

دلغتو  د سوکانو  ګذارونه
په نهاره تورې شپې اوماښامونه
****
ژوندمې تيرشوه په ژړا اوتراوتر يم

دحيوان غوندې سودا دسودا ګر يم
نه د قدرنه دعزت  ځاې مې  پيدا شو
بد قسمته  يمه ښځه يم  تورسريم
*****
زرلښت  وليده افغانې  ښځې  خوارې

شپه اوورځ چې ددستورپه وير کې ژاړي
دنړۍ  ښځۍ سپوږمې  پلورې درومي
خو  زما  د وطن  ښځې  دي  ناچارې

 

زرلښته  حفيظ

۱۹ ــ ۷ ــ ۲۰۱۰ م ــ کال
 

                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال    
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال     
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است