د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایر نشرات  هدف ارگان
ورزش مرکز استراتیژیک شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین اسلام  
صفحه سعید افغانی صفحه اصلی

 

د  زرلښته  « حفيظ  »  لیکنه                                                                                                                           د نشر نیته : ۲۸ ـ۱۰ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال

د سبا ليډران ...


د پرمخ تلليو هــــيواد و مــــاشومان
د عصري مــــيندو دپيسو ماشومان
هره لحظه د ژونــــدپه عيش تيروي
د سرمايــــه او خــــوراکو ماشومان
****
چې کله مــــور او کله پـــلار وګوري
د عصري ژوند ښکلې بازار وګوري
خپل د نــــازونو خــــريدار  وګوري
خپل  مستقبل هم  ښه  تيار  وګوري
****
پينځه کلن شي غټ سړی تری جوړ شي
مکتب ته لاړه ښه انجلۍ تری جوړ شي
دموراوپلار بڼ ته نيالګی تری جوړشي
ډير نازولې سپين که  کی تری جوړ شي
****
خو زما  د وطن  دا وږي تږي  بچيان
په  سرکو کې  لوڅی  خپی وي  روان
کله  روزي او مــــذدورو تــــه  ژړان
کله  خــيرن  جـــامې چټل  وي  حيران
****
په شين سهــــار کــې ډيرانو ته روان
دا وږي تــــږي د وطــــن مـــاشومـان
يا  پلاستيک او يــــا  اوبه  خرڅوي
دغه بــــي کسه در پـــه دريتيمــــان
****
دماشوم توب نه وي  روزي  پسی ورک
تعليم پری نکړي  زندګــــي  پسی ورک
غواګان  پری پيايي  دهقاني پسی  ورک
ژوند  ترينه پاتی تل  خواري پسی  ورک
****
خدايه  رحمت زه ستا له  کوره غواړم
ژوندون يي  ښه بی له پيغوره  غواړم
افغان  ماشوم ته نور جنګ نه  خوښوم
سوله  دوعا ګانو کې  په زوره  غواړم
****
زما د وطن  تنکي تنکي  ماشومان
دجنګ وحشت په تورتمو کې  روان
پري مکتبونه ، فاکـــولتی  ووايئ
دي د ټــــولــــنۍ  د سبــــا  ليډران

زرلښته « حفيظ »


                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال    
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال     
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است