د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایر نشرات  هدف ارگان
ورزش مرکز استراتیژیک شخصیت های فرهنگی ارشیف کتب ارشیف مضامین اسلام  
صفحه سعید افغانی صفحه اصلی

د  زرلښته  « حفيظ  » لیکنه

دنشر نیټه : ۱۱ـ ۱ ـ ۲۰۱۱

 

د وطن يادونه

 

 

دساحــل مستو نغمو کـــې

دسپوږمۍ دشپې  شيبوکې

دګلـــــونــو پـــــه نڅـــــا کې

او دستــور پـــــه ځـــلا کـې

بس يو ته واې او يوزه واې

د خــــوږې مينې کيسه واې

****

ستـا دسترګـــو اشـــاره واې

دپسرلی ښکلې وږمـــه واې

زه او ته واې بل څوک نه واې

دسپوږمــې هماغه شپه واې

خپل وطن کې هم ميشته واې

ستا په کلي کې مو شپه واې

دانـــار ګـــل نـــنداره و ای

ستا د کـــلی  ميلمنه  واې

****

ته کوچی وای د کيګديو

زه هـــماغـــه پښتنه واې

ته زمـــا د مينې ګـل واې

ميلمنه ستـــا د وکه واې

مساپر دبـــل ځاې نه واې

ستادغرونويوه شپنه واې

****

ته به زما ښايسته جانان واې

دخواږه ژوندون ارمـــان واې

زه به ستاد مينې شـــورواې

ته هماغـــه کوچي ځوان واې

مساپر دبـــل ځـــاې نـــه واې

ستا دکـــلي بـــنديـــــوان واې

***

زه بـــه لښته د چـــنـــډړو

ته به زمادمينې ځوان واې

تـــه د بـــرکلي چـــنار واې

زه ګلاب دنـــنګرهار واې

زه بـــورا واې د بـــاغونو

ته ښايسته ګل د انار واې

د وکـــی پـــه لوړوغرو کې

بس د زاڼو لوې قطار واې

****

ته څپه د کابل سيند واې

زه کوچې روان په لار واې

دجنـــګونو اوربـــه مړه وه

ښه دسولې تود بازار واې

مساپر دبـــل ځاې نه واې

تــه د کـــلي زه د ښار واې

****

هديـــري د مـــړو نـــه واې

نه ټـــوپک او نه بمبار واې

ټولـــې ميندې بـــه خندلي

د غـــمونو سوړبازار واې

چې يو ته او بل هم زه واې

د خوږې مينې اظهار واې

دسپوږمې هماغه شپه واې

نارنج ګل دننګرهار واې

***

*ته مسکا زما د مينې

زه د مينې حقيقت واې

ته وصال د خوږې مينې

زه د مينې سعادت واې

ته د توروغروملنګ واې

زه به لښته دلونګ واې

****

ته نغمه زمادسپين غرواې

زه د توروغرونوبنګ واې

ته کنډول ديوملنګ واې

زه به خيرستا دقلنګ واې

که د جنګ وختونه نه واې

زه به بيا دسولې ننګ واې

 

****

ته د مينې سره ګلاب واې

زه به ستا دمخ پتنګ واې

زه پرديس دبل ځاې نه واې

شهزادګۍ ستا د وطن واې

د کابل د سيـــند څپه واې

ماهي پرکې به مو شپه واې

طبعيت دښکلا مور واې

داټول غرونه به ټول شنه واې

****

تـــه سندره د زرکـــانـــو 

 داسمان لـــمنه شنه واې

ته دلمردوړانګوڅړيکه

  ښه ميله به د تورغره واې

چې جنګونه په کې نه واې

د خوږې مينې کيسه واې

ګـــودرونه مـــو اباد واې

دپيغلوټـــو نـــنداره واې

زه پرديس دبل ځاې نه واې

 حفيظ مورتـــه ميلمنه واې

 

زرلښته  « حفيظ  »  

 

 


                         گرانــو وطنوالو او درنو لوستونکو!                          

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

د سعید افغانی  د سولې او تفاهم ، نشراتي ارګان   – نشراتي  بورد


said-afghani@gmx.de
strategicstudies@yahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

مؤسس    :  د حق دلاری کلتوري مرکز
مسؤول مدیر: برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال:

د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال    
د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ  کال     
      
هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است