غـوری ویناوی
ــ
استقامت په ژوند کی او متانت په کارنوکی د مـوفقیت رازدی .
ــ
افسوس ، افسوس او بیا بیا افسوس ؛ چه دخلکو د خدمت
په منظور او دعلــیا منافعو د تامین په غرض
څومره چه می هیله درلودله کامیاب او مــوفق
نشوم .
ــ
آفرین په هغوی چه پدی ناګزیر جریان کښی حوصله دلاسه نه
ورکوی او په میړانه قدم په قدم اصلاحات روالی او
اجتماعی عدالت ته احترام لری .
ــ
امید واری ښه تجویږ دی ، چه ورسره دهمت
مټی هم پورته شی او عاقلانه تجویږ سره
عـــاقلانه فعالیت جوت په کار ولویـــږی .
ــ
اعتــدال ښه شی دی ، خود عتــــدال پیدا کـــول اکثر د خطبونو سره
مواجه کیږی او د عامه منافعو د تامین د اټکل په اساس
زیات غور او دقت ایجا بوی ،نو پدیاساس داعتدال معلومول باید
د پو هانو یوه پیاوړی کمیټه او یا کمیټی تخمینی کړی .
ــ
احتیاط ښـه دی، خو چی داحتیاط څخه مضراحتیاط جـوړنشی
او د جمود او خمود موجب و نه ګرځی .
ــ
په جوامعو کښی په عامـلانه ډول د خیر احساس قوی
وساتل شی ، او پام وساتو چـی د شر په مقابل کښی عالمانه
مجادله ته دوام وړکـــړی شی .
ــ د خیر مفکوره د خیر او
خیرونو مولــد ګرځی او زیات دوام او حسن عاقبت پیدا کوی ،
د شر مفکوره که څه د شر او شرونو مولد ګرځی خو زیات دوام او
حسن عاقبت نه لری .
ــ
تیرویستل کمزوری ده ، تیرویستل اخلاقی ضعف دی او دا دهغو
کسانو کار دی کوم چی په میړانی نشی کولی مطلب لاس ته راولی .
ــ
تیرویستل اعتماد او اطمینان له مینځه وړی ، او په جامعه کښی
تیرویستونکی کسان اخر د رسوائی سره مخامخ کیږی .
ــ
پام کوه چی خطا نشی ، او که خطا شوی دخپلی خطائی څخه
باید عبرت واخلی تر څو بیا خطا نشی ، ځکه
چی دغه شان عادت د انسان منزلت ټیټوی .
ــ
پام کوه چه ونه ښویږی ، او که د ښوئیدو احتمال وی
نوامسا د ځان سره ملګری ساته .
ــ
د انسان د رسالت غوښتنه داده چی خلک د حق او حقانیت په رڼا کی
ژوند وکړی او خپلی ویــناوی ، تعبیر ، لیکنی ، کــړه او وړه په
همدغه اساس عیار کړی .
ــ
دحقیقت څخه تعبیر باید د حقیقت د واقعی روښانتیا په
اساس وی.
ــ خطائی بده ده او تکراری
شنیع دی، نو اول کوښښ کوی چی خطا نه شی او که خطا شی باید د
شناعت سره مواجه نشی .
ــ
خیال بافی چه وځنډیږی ورڅخه مزمن مرض جـوړیږی او
د رکود ، خمــود او جمود موجب ګرضی .
ــ
ژوند کول د کړاونو سره مجادله ده ، پدی مجادله کښی
هغه څوک دبریالی توب مقام ته رسیږی
چه لاس تر ځنی کی نه ئی ، او د اګاهانه شعورسره یو
ځای کار او عمل ته دوام ورکړی
ــ
زه کله د ځان سره وایم کاشکی نه وای
پیـدا ، او که پیــدا وای په هغــه رمز پــوه
شوی وای چه ځان او دخلکو ژوند می د بی نظمیو ،
لانجو او مشکلاتو څخه خــلاص کړی وای .
ــ
زما په عقیده د وطن د ابادی له پاره ښه
تدبیر دادی چی اجتماعی امراض
تشخیص اود معالجی د پاره یی اقـدام و شی .
ــ
ښه تدبیر دادی چه اول دقام ، ولس
او وطن ټول دردونه درجه بندی او وسیړل شی او
بیا د حـــل دپــارئی عمومی ذهنیت اوروحیه
دیو مثبت تحول ، تطور او بدلـون پخاطر امـاده او برابر
شی .
ــ
شکاکی بده ده ، هغه داچی هر څه ته په شک
وکتل شی او په شک کښی بیاهم شک پیدا شی ، او
که نه ډیر کرته شک د تصفیی ، یقــین او
باور موجب ګرځی . نو پام کـوه چی څو مره شک څخه
باید کار واخستل شی ! همدا وجه ده
چی شک د علمــاو او اهـــل دل خاونـدانو په نزد ، د علم او
معرفت لپاره یو ضروری پړاو ګڼل کیږی.
ــ
ننی عصر ډیر ایجابات لری او په ننی عصر
کښی زرنګی زیاته شـــوی ده ، نو پام کـوه چی
تـل د شرایطو ، ایجاباتو اود زرنګیــو خیـال د ځـان
سره قــوی وساتی .
ــ و بښی که زه ووایم چه
زه پـــوهیږم ، ځکه زه په خپله پدی پــوهیږم چه زه نه
پو هیــږم ؛ او که زه پوره پوهیدلی ، په دی به هم پو هیدلی چه خلک
څنګه پوه کړم .
ــ
وائی : هر څه هیریږی خو مینه چی خپلی ریښی د عاشق په
زړه ګی و غوڅو ی هیریدل ئی ګران او سخت دی .
ــ
وائـــی : که منطــق ، استدلال ، شرافت او کرامت
کار نه کوی نو دظالمـــانو او مستبدانو ګریوانو ته
لاس واچوی، او په دغه لیار کښی د جائزی دفاع
په منظــور او د انسانی کــرامت د حمــایی او ساتنی
له امــله د ژوبلی ، ربـــړ او مرګ څخه مــه
ډاریـــږی.
مولانا محمد سعید « سعید افغانی »
|