 |
لیکونکې
: پروفیسور عبدالله بختانې « خدمتگار »
|
سولې
او تفاهــم د لیارې مبلغ
دوکتور محمد
سعید « سعید افغاني »
دوکتور سعید افغاني زمونږ
دهیواد مشهور عالم، لیکوال ، مولف، استاد
او اجتماعي شخصیت وو ، چه تل یی د سولې ، ترقې ، ورورې ، برابرې او تفاهم لپاره مبارزه کوله . د دی نومیالي پوه دروند نوم هم په وطن
کښې او هم د نړی په نورو هیوادنو
کښې خپور او مشهور دې .
زیږیدنه ، کورني او لومړنې زده کړې :
د لغمان د عمر زیو د خیر
آباد په کلې کښې ، یو دیني عالم او مشهور مدرس مولوی عبدالمجید « ساپی » ژوند کاوه چه د خپل وخت له مشهورو مدرسانو څخه و ، او د ډیرو دیني عالمانو استاد وو.
د دوی په کاله کښی په « ۱۳۰۰ هجري شمسي » کال یو ماشوم وزیږید او « محمد سعید » و نومل شو .
دی ماشوم د خپل وړوکتوب
په دوره کښې د خپل کلې له ماشومانو سره د خیر آباد په خاوره
خاپورې کولې . پلاریې لوی مدرس او د تیګړو
د ښار د جامع جومات خطیب او امام و . دهغه
وخت له رسم او رواج سره سم مدرسانو به ددیني علومو طالبانو ته درسونه ویل .
د درسونو نصاب معلوم و . د تفسیر ، حدیث ، فقهي ، دحدیث اسول ، دفقهي اصول ، صرف، نحو ، بدیع ، بیان ، معانې ، تجوید ، منطق او فلسفې
باندی شامل و . ځینو متبحرو عالمانو به د دغو ټولو موضوع ګانو
کاوه ، ځینې به په یوه څانګه کښې مشغول وو چه د هغه وخت په
اصطلاح د هماغه څانګې عالم یا ملا بلل کیده
، لکه د فقهي ملا ، د حدیث ، یا تفسیر یا صرف ، یا نحو ، یا منطق ... ملا او
داسې نور .
د خط ، حساب او نظم «
ادبیات » لپاره بیل درسونه وو او استادان
یی « ناظمان » بلل کیدل .
دوی سره ، د دیني علمونو طالبانو ، چه د هیواد له ګوټ ګوټ نه راتلل
او د هغه کلي او شا و خوا کلیو د
خلکو په مرسته ، خیراتونو او صدقو ژوند کاوه .
محمد سعید ، د خپل پلار د درس
په حلقه کښي خپلي
لومـړني زده کړي
وکړی . د دیني موضوع
ګانو ، او د صرف ، نحو ، منطق او معانی مبادې یی
هلته ولوستل او هملته ښایسته ښه ملا شو .
د عربی دارالعلوم شاګرد :
وروسته بیا محمد سعید د
کابل د عربي دارالعلوم په پنځم ټولګې کښې
« د شرح ملاجامي » او نورو کتابونو تر از موینې وروسته شامل او په « ۱۳۲۵ هـ ش » کال د دغي
مدرسي له دولسم ټولګي نه فارغ شو.
د کـار پیل :
کله
چه د مولوی محمد سعید په سر ، د مولوي توب پکړی و تړل شوه ، سمدستې د
کابل د عربي دارالعلوم د استاد په حیث وټاکل شو . بیا د ننګرهار د نجم المدارس د مدیر «
سر مدرس » په حیث مقرر شو .
یوڅه موده د پوهني د وزارت د مسلکی تدریساتو غړی شو
چه ددیني مدرسو او نورو ښو ونځیو او لیسو ددیني درسي مضمونونو په چارو بوخت و . بیا بیرته د نجـم المدارس مدیر
او وروسته د حبیبیې د لیسې ښوونکی شو .
لیکوال سعید افغاني :
دی لا د عربي دارالعلوم شاګرد و
چه قلم یی په لاس واخست او ورځپا ڼو او جریدو ته یې مقالې لیکې ، په دغه وخت کښی یی ځانته « افغاني » تخلص ټا کلی و . په دی صورت
نوم یی « سعید افغاني » او د مدرسی تر
فراغت وروسته « مولوی سعید افغاني » شو
.
د دی وخت لیکنی د ده لو مړني او د شاګردی
د وخت لیکني دی چه د اجتماعي ، اخلاقي او دیني موضوع ګانو په باره کښې دي .
په نجم المدارس کښې ادب
پالنه :
مولوی محمد سعید افغاني ، لس کاله د
نجم المدارس د مدرسی مدیریت کړی او د ننګرهار د اد بي شاعرانه ويښ
چاپیر یال د هډی په تاریخي کلي کښی او سیدلی دی ، چیرته
چه د هیواد د مشهور عـالم مولانا نجم الدین اخونزاده ( هډی صاحب ) مزار
دی .
مولوی سعید افغاني د مدرسی شاګردان لیکوالي ، شعراو ادب ته هم تشویقول
او هغـوی روزل . د د ه په توجه او پالنه به د
ننګرهار د ورځپاڼي او مجلــي پاڼي د نجم المدارس د شاګـــردانو او استادانو په مقالو او شعـرونو
ډکیدلی .
په دغه وخت کښی مولوی
سعید افغاني د ( النجم ) په نامه ، د مدرسی لپاره ، په پښتو ژبه ، یوه اوه نیزه قلمي
جریده هم چلوله چه مسوؤلیت یی د ده په غاړه و
.
د دی
جریدی لو مــړی ګڼه د( ۱۳۳۷ هجري شمسي ) کال د
میزان په ۳۰ مه خپره شوی ده . دا ګڼه او ځیني نوری ګڼی یی هم دا اوس زمونږ په لاس کښی دی او د قلمي
جریدو ډیر ه ښه بیلګه ده .
په نجم المدارس کښی د مولوی سعید افغاني د
مدیریت وخت هغو کلونو پوری ارتباط لری چه د ویښ زلمیانو ډله خوره شوی وه ،مګر ؛ د هغو مرام لا د لیکوالی په
ډګر کښی او د لیکوالو په ذهن او ضمیر باندی
نفوذ او تسلط درلود .
د پښتنو
او بلو څو ورونو دملي آزادی د سرنوشت د ټاکلو موضوع د
ورځې موضوع وه . د
ننګرهار په ادبي چاپیریال ، د ننګرهار په ورځپاڼه او مجله کښی او
د نجم المدارس په
مدرسه
کښی
د غو خبرو څرګند ځای درلود .
د مولوی سعید افغاني په برکت په
نوموړی مدرسه کښی د لیکوالی کار ښه رونق ومون ، به دغو وختونو کښی زه هــم د ننګرهار د مجلي مدیر او د ورخپاڼي مرستیال وم او په نجم المدارس کښی می د ادب ، شاعری او لیکوالې له انکشاف سره مرسته کوله .
زما ښه په یاد دی چه په ملایانو کښی چه به چه خط زده کاوه ، نو د ځینو طالبانو او ملایانو له خوا به د « مهمل » په نامه یا دیده او « دعلم طالب
» به نه بلل کیده .
د دغسی کسانو په باب به تل
دو ویل : « ورک یی کــړه ، مهمل سړی دی ، خط یادوی ... »
دا د پردو ، په نیر بیا د انګریزی استعمار
او امپر یالیزم دپټو سازمانوو شفاهی زهر
ښندلو ، بد تبلیغ او غلط پروپاګند تاثیر وچه زمونز مذهبي دیني عالمان به یی له خط او کتابت او په دی وسیله ملی ادب او اولسی سیاست نه لیری
ساتل . همدارنګه د خط او لیکوالی نه زده کول ، د دی سبب کیدل چه ددینی عالمانو
فعالیت ، کار اومشغولیت یوازی په
تدریس ، موعظو او امامت او کله لا په دم او دعاء چف او کف منحصر شی .
د لیکنی او تالیف مهم او اساسی علـمي کار تری پاته شي
او دیني يو هنې زیات او
منظم پر مخ تګ او انکشاف ونه کړی .
په دغسی ټولنو او وختونو کښی د مولوی سعید افغاني په شان خدمتونه سرته رسولی دی . نو
موړی به هڅه کوله چه د مدرسی د طالبانو تر مینځ د شعر
او ادب کار او سرګرمی زیاته شې . لیکني وشی ، او د مدرسی په جریره او دننګرهار په مجله او ورڅپاڼه کښی خپري شی .
کنفرانسونه جوړ شی ...
پخپله ده به هم د ننګرهار ورځپاني او مجلی ته ډیري ښی مقالې لیکلي . په دغو مقالو کښی « ننګرهارته یوه کتنه » دیادولو وړ ده . بله مقاله یی د « لغمان » د
تاریخي پیښو او اوسني وضعی په باره کښی ده
چې ماهم ور باندی تبصره لیکلي وه ،
همدا رنګه د ننګرهار ددیني عالمانو
د پيژندنې په لړ کښی د ده یوه
په زړه پورې تحقیقي مقاله خپره شوی ده . په دی مقاله کښې دهغه وخت
د ننګرهار د ولایت « اوسنی ننګرهار ، کونړ او
لغمان ولایتونه » دیني عالمان معرفی شوی دی
.
اخــلاق :
کله چه مولوی سعید افغاني د حبیبی د
لیسی ښوونکی و . دلته یی هم د « اخلاق » په نامه د
نوموړی لیسی لپاره اوه نیزه قلمی جریده لیکله . هغه به د « النجم » او
« اخلاق » د جریدو زیاتره مضمونونه پخپله لیکل او نوری لیکني به یی هم له نظره تیریدلی .
که مونږ د دغو
دواړو جریدو نومونو ته ځیر شوو ، نو له هغو نه هم دهغو د مسوؤل مدیر او
موسس د نظر دقت څرګند یږی. په « النجم »
کښې دهـدی اخوندزاده صاحب مولانا نجم الدین د نامه او شخصیت یاد تازه کیده
او په
« اخلاق » کښې د کابل ښار په چاپیریال د لیسې د زده کوونکو ځوانانو اخلاقي روزنې
او پالنې ته د مولوی صاحب توجه او عنایت ثابتیږې.
شعر او ادب :
دوکتور سعید افغاني له شعر
او ادب سره ډیره مینه او علاقه لرله . په نجم المدارس کښی یی د شعر او ادب پاللو لپاره کار کړی دی .
په
ساده ، روانو ، عام فهمو او خوږو الفاظو یی لیکني کړی دی . دا د لیکني یو ښه معیار
دی . لو ستونکی پری ښه پو هیږی او ډیره استفاده تری کوی .
نوموړی د ادبي نثر یو شمیر پارچی هم لیکلي دی . په هغو کښی یی اجتماعي
موضوع ګاني د ادبي نثر په شکل په
انتقادی لهجه ځای کړی دی . د نو موړی دغه ډول پآرچی ما د« هیواد » په ورځپاڼه کښی خپری کړی دی .
د شعر په باره کښی به زه له ده سره خپل یو پخوانی صحبت رانقل کړم :
« .. مونز دغه خاطری یاد ولی
. د « شعر » خبره منځ ته راغله ، مولوی
صاحب موسکی شو . راته یی وویل : ستا دهغه وخت دیو غزل کسر می تر اوسه یاد دی چه تا ویلي دی :
دمینی په جواری کښی بختانی نه یی زړه ویوړ
هستی چه یی له ويش زلمي ګټله دا ویده وه
دا غزل زما ډیر خوښ شوی او د
هغه په پیروی ماهم یو شعر ویلی دی ...
شعر زما ډیر خوښیږی زه هم له شعر ویلو سره علاقه لرم . په خپله می
هم کله کله اشعار ویلي دی ...»
دا د ډیرو کالو دمخه خبری او خاطری دی .
زه نه پوهیزم چه اوس د ده هغه شعر یا نور شعرونه به چیرته وی ؟ خو دومره پو هیږم چه د ده په اجتماعي ، دیني او سیاسي لیکنو کښی
ادبي خوږ والی او فصاحت شته او دا د ده
علاقه له ادب او معیاری ژبي سره ښیې .
د ژوند بله مـرحله :
کله چه دوکتو سعید افغاني په
کال « ۱۳۴۷هـ ش» د مصر
نه هیواد ته راغی ، نو دلته
د اصلي ، مصنوعي او تصنفي سیاسي ډلو یو
درب و . اخبارونه چالیدل، مظاهري او میتنګونه کیدل زنده باد او مرده باد ناری وهل کیدلي .. سلطنت د ټولو څارنه کوله . هغه
به یی کوله چه او به خړی او ماهیان و نیسي یا اختلافات واچوی او حکومت وکړی . په پټه او
ښکاره به یی د ارتجاع ګروپونو ملاتړ کاوه
.
دوکتور سعید افغاني دیو
رسیدلي پاخه تعلیمیافته په حیث ، د روښان په نامه عالي دارالمعلمین کښی د تاریخ د
استاد په توګه مقرر شو . په دی وظیفه کښی
یی و کولی شو و چه د هیواد په تاریخ کښی خپله مطالعه نور هم پراخه او ژوره کړی .
د شپږ
سوو مخونو په شاو خوا کښی یی خپل یادښتونه
را ټول کړی او « د افغانستان تاریخ » په نامه چاپ ته تیار کړی دی .
د هیواد په
سیاسی فعالیتونو کښی له غـور او مطالعی وروسته
، دوکتور سعید افغاني د کابل پوهنتون د
استادانو او شاګردانو د دموکراتیک هلو ځلو پر خوا ودرید .
د همدی لامله نومړی یو ځل د کابل
پولی تخنیک د استادانو د استازی په ټوګه ، د کابل پوهنتون د
استاذانو د اتحادیی غړی شو او بل ځل د
دغی اتحادیی د عالی شورا په مرستیالی انتخاب شو او په میړانه به یی د
استاذانو او شاګردانو او بالوسیله د
هیواد د خلکو د دموکراتیک حقونو او غوښتنو دفاع کوله
.
په دی ډول
دوکتور سعید افغاني په دی مرحله کښی هم دیو عالم ،
استاد او مولف په ټوګه د تدریس ، تالیف او لیکنو کار کاوه
او هم د یوه با درده با احساسه وطنپال په ډول د ملی
دموکراتیک نهضت په ګټه د پوهنتون په سیاسی او صنفی فعالیتونو کښی مثبت
رول لوباوه .
د سلطنت د سقوط نه
وروسته د سردار محمد داود په جمهوریت په وقت
کښی ، د دکتور سعید افغاني ، په ستره
محکمه کښی په قضایی او علمی چارو او
مطالعاتو بوخت و .
په همدی کلونو کښی ، دوهم ځل لپاره د خدای کورته ولاړ . هغه د لومړی ځل د حج فریضه ، په هډی کښی د اوسیدو په وخت ، په ځای کړی وه .
لیکنـي :
دوکتور
مولوی سعید افغاني ، د خپلی لیکوالی په څلو یښت کلنه دوره کښی ، په پښتو ، دری او عربي ژبو ګڼ شمیر مقالی لیکي دی ، پخپله ده ، دخپلو کتابو شمیر «
وه دیرش» او مقالو شمیر له « یونیم زورونه » زیات تخمین کړی دی .
دغه مقالي د هیواد په خپرونو : ننګرهـار ، اصلاح ، انیس ، هـیواد او
پامیر په ورځپاڼو ، ننګرهـار ، کابل ، عرفان ، پيام حق او
قضا مجلو ، د افغانستان او مصر په راډیو
ګانو ، په مذهبي ، فلسفي ، اجتماعي ، سیاسي او تاریخي موضوع ګانو باندی خپری شوی دی .
وفـات :
د
« ۱۳۶۳ » د حوت په اوومه ، د « ۱۹۸۵
» د
فبروری ۲۵ مه ، د افغانستان د طبی
عـلو مو اکــادمی په روغتون کښی ، د دوکتور
مـولوی محمد سعید « سعید افغاني »
مهربان ، خواخوږي او تپاند زړه ودرید .
په سبايی په کابل کښی ، د جابر
انصار علیه الرحمهّ مزار تر څنګ دشهدای صالحین په هدیره کښی په در ناوی خاورو ته و سپارل شو
.
د جنازی په مراسمو
کښی دولتی شخصیتونو ، د کابل د ښار
علماء و ، روحانیونو، لیکوالو، استادانو ، شاګردانو، د اسلامی شئونو، د علمأو او روحانیونو دشورا، د علومود اکادمی او دلیکوالو داتحادیی
غړو، او په سلګونو دوستانو او علاقه مندانو برخه اخستی وه .
او د دی ستر ضایعه په
مناسبت زمونږ دهیواد او دوستو هیوادونو مذهبی او روحانی
ټولنو ، د پښتو ، دری او عربی ژبو د لیکوال ، مولف او خطیب ، دینی عالم او
اجتماعی شخصیت په مړینه د خواشینی او تسلیت پیغامونه
استولی دی .
دوفات د تاریخ قطعه :
دغه قطعه ما لیکی
ده او د دوکتور سعید افغاني د شناختی د مرمرو په ډبره کنیدل شوی ده :
په لــوستلو ،
لــــو لــو لــو او لیکـــلـو ــ د پـو هنــی د ډ یــو ی لانــدی کـــارونــه فضــیلت او
شــرافــته سره تـــیر شــول ــ
په( دوکتورسعید افغاني ) دری شپیته کلونه
« دوکتور سعید افغانی » د
ابجد په حساب « ۱۹۲۲» کیږی ، چه دا د نوموړی د تولد میلادي کال دی
. هغه « دری شپیته کلونه » ژوند تیر کړي دي چه
د اسلام د پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم د ژوندانه له
کلونو سره برابر دی .
چه پر
« ۱۹۲۲ » باندی « ۶۳ » واچوو بیا نو « ۱۹۸۵
»
تري جوړیږي او دایې د وفات میلادي کال دی .
لنډیـز :
په دوکتور سعید افغاني باندی ، د هغه د ژوندانه کلونه ، په لوستلو ، تدریس کولو ، لیکلو ، تالیف ، موعظو او خطابو تیر شو ، هغه به دسولي ، امنیت ، تفاهم ، دوستي ، وروري ، برابري ، اجتماعي عدالت او انساني کرامت لپاره په دم ، قدم او قلم مبارزه کوله .
دی پسی و چه د هیواد ملایان
، د علم طالبان او نورو خلک د نوی ژوندانه
په مترقي لارو چــارو پوه او منور ځوانان او روښانفکره زلمیان د دیـن له مبادیو سره
آشنا شي او د ملی فرهنګ او دیني اخلاقو
رعایت وکړی .
هغه یو ملي ، مترقي ، مذهبي شخصیت و چه تل د خلکو او اولس
د ضرورت غوښتنو د ملاتړ په لیکو کښی
دریدلي دی . په زلمیتوب کښی یی د ویښ زلمیانو له هدفونو څخه روحیه اخستی او دهغو
ننګه یی کړی ده . په سفر کښی یی د خپل هیواد
تاریخي او فرهنګي ویاړنی نورو اولسونو ته معرفي کړی دی .
د ژوندانه د پو خوالې
په عمر یی د هیواد د خلکو د ملی دموکراتیک غور زنګ ملاتړ کړی دی او د دین د حقیقتونو د ځرګندولو په ذریعه یی
هغه ارتجاعي دسیسي
افشا ء او شنډی کړی چه زمونږ د خلکو ، وطن او نهضت په ضد
وی .
د ژوند د پای په کلونو کښی یی د سراسری سولي او امنیت او ملي روغي جوړي د
تامین لپاره یی هڅه کوله ، په هیــواد او نړی کښی یی سوله
او تفاهــم غوښت او کاریی ورته کاوه
...
عبدالله
بختاني « خدمتګار »
|