د پوهاند
داکتر محمد قاسم « جمدر » لیکنه
په وطـن مین یو ستر استاد
څښتن
تعالی پخپل کلام الله کښی انسان اشرف المخلوقات نومولی دی ، خو سره لدی بیا
هم د خــیر او شر اندازه د کړو وړو پر بنـیاد ، دالله تعالی د رضایت
پوری تړلی ده ، خو په ټولنیز ژوند کښی یو شمیر انسانان داسی
غوړیږی چه د څښتن تعالی لخوا هدایت شوی ارشادات په ښه ډول مرعات کوی ، او هم
د نړیوال انسانی ژوند ټولی ښیګنی د ده په فطرت کښی نغښتی وی .
یو
د دغسی هیواد پالو ، مبحرو عالمانو څخه استاد داکتر سعید افغانی دی ،
چه ما ور سره پخپل ژوند کښی د ۱۳۴۶ هجری شمسی کال را دیخــواه د
بلدیت افتخار درلـــود .
کله
چی د کابل پولی تخنیک انستیتوت جوړ شو ، نو استاد سعیدافغانی پدغه
انستیتوت کښی د اسلام او د افغانستان تاریخ تدریس په غاړه
واخیست ، استاد پـدغــه وخت کښی د وطــن د پیشرفت او
ترقـی د غــورځنګونو سره یو ځـای شو او همداسی څو ځله ئی
په مظاهرو کښی ګډون او و ینا وی و کړی او د خپلو شاګردانو سره
ئی یو ځای خپل د وطن پالنی احساسات ښکاره
کړیدی .
استاد
د ټولو هـم مسلکانو او محصلانو سره ډیری ښی تودی اړیکی درلــودلی ،
هـر هغه محصلان چه د استاد سعیدافغانی د شاګــردی افتخار
لـــری ، تر اوسه د هــغه مهربان انسانی ، افغانی ،
اسلامی استادانه احساس یادوی
ما
صرف دیو فرض په خاطر لــږ څه ولیکل ، هیله ده
چه درانه لیکوال او د نظر خــاوندان به د استاد د
ژوند د کتاب نوری پاڼی را و سپیړی او لکه ګلونه به ئی
ټولنی ته وړاندی کړی
د
استاد روح دی خوشحاله وی
پوهاند
داکتر محمد قاسم « جمدر »
د
کابل پولی تخنیک انستیتوت پخوانی استاد
|