د محمد
عثمان « نــــژند » لیکنه
د مرحوم استاد سعید افغانی په یاد
مړ
چی په لارکی د خدمت دی نوم یی تل یادیږی
جار
چی پر ملک په صداقت دی نوم یی تل یادیږی
بلــبلان
ژاړی د چمــن په سرو ګــلانــو پسی
نه
د راغه په تو ر دترو خوا د ځو زانو پسی
یو
پتنګ ندی چی له شمعی ګرد چارپیر چور لیږی
د
میینانــو انجـــمن کی تــری کیسی جــوړیـــږی
حق
پرستی ده چی انسان ځنی منصور جوړوی
خود
پرستی خــو له جهان ځنی تنـــور جوړوی
دنیا
تیریږی قافله د ژونـدون نه دریږی
استاد
سعید افغانی خبر می نه هیریږی
دی
به يی خلک خــپل ریښتنی خـدمتګار یادیږی
هم
یی تاریخ هم یی هر څوک پخپل د یار یادوی
عمـل
معیاد د ښو او بدو دی هر چا لپاره
یــوازی
مــاوتاتــه نـه ، بلکی دنــیا لــپاره
بلـــه
خــبره چی استاد می بـــــــی ریــا کــوله
د
محصلانو په ټو لګی کی یی پـه رښتیا کوله
دی
به یی چی کــله د اسلام په عظمت پوه شم
هـــم
د قــران په فصا حت او بلاغت پوه شوم
د
ما شوم توب شک او تردید می په یقــین بدل شو
خـــام
بی ثباته فکرو ذکـــــر په متــین بدل شو
خبره
داده چی تفسیریی خــوږ بیـان غواړی
پراخه
پوهه ښه عالم او پوه انسان غواړی
استاده
روح دی په جنت کی تل خوشحاله اوسه
حــوض
کــوثر نه دی پیاله تل مـالا ماله اوسه
نژند
د استا لوړ افکار و هـر کلی کوی
ستا
د دنیا او لارښوونو درنـاوی کوی
محمد
عثمان نـــــــژند
د حوت
میاشت ، د ۱۳۶۳هجری شمسی کال ــ کابل
|