 |
لیکونکي : مـولوی غلام سرور « منظور »
د نشر نیټه : ۲۵ فبروری ۲۰۱۱ میلادی
|
ارواښاد مولانا سعید افغاني،او دهغه ټولنیزشخصیت !
مرحوم مولانا
دوکتور سعید افغاني څپل لو مړنی زده کړی د خپل پلار مرحوم
مولوی عبدالمجید څخه چه د لغمان د ولایت په تیر ګړیو کې او سیده
او هلته یی امامت او تدریس کاوه، زده کړل .
دی په لو مړیو کلونو کې د دیني
علومو طالب و چی د کلی او ښار د نورو طالبانو سره یی یو ځای « تفسیر ، حدیث ، فقیه ، حدیث اصولو و ... » مطالعه او زده کړل . بیا د عربی
دارالعلوم شاګرد شو ، چی په « ۱۳۲۵هـ ـ ش »
کال کې د کابل
د عربی دارالعلوم څخه فارغ شو ، او سمدستی
په همدی مدرسې کښی ،
مدرس « استاد » شو .
ډیر وخت لانه و
تیر شوی چی د ننګرهار د ولایت ، د نجم المدارس د مدرسی د مدیر په حیث مقرر شو
. ده
د ننګرهار د ولایت په نجم المدارس
کی هماغو مره د قدر وړ کار نامی پریښې
دی ، چی نن سبا پری د
مدرسې زده کوونکی لاڅه ؛
چې د ننګرهار د ولایت ټول
دینی عالمان او ټو لنیز شخصیتو نه یی ستاینه کوی .
ده خپلی لو مړنی
لیکنی په اجتماعي ، اخلاقي او دیني موضوکانو
په باره کې شروع کړیدی . ده دویښ ځلمیانو د نهضت غریتوب په مستقیمه توګه حاصل نکړه ، مګر؛ د
ویښ ځلمیانو د نهضت پلوی یی به کلکه تعقیب
کړی
ده .
ده د استبداد ، ظلم ، رشوت ، سود خوری ، بی عدالتي
،
ورانکاري ، فسادونـو او نور و و
مظالمو پر ضد یی ټینګه ملاټړی وه ، او
مهمه دا چی د ځوانانو په مظاهرو او میتنګونو کی یی ویــناوی کړیدی او مقالی یی لیکلي دی
.
واقعیت دا دی چې د
روحـــانیت پــه مقام کې داسی اشخاص لکه د
سعیدافغاني ، په څـیر مـونز ډیر کم پیژنو . ځکه دې هــم عــالم
و هــم روحاني ؛ هــم مـلا و او هــم خطیب ؛
هـــم سیاست مـدارو او هـــم پخپله لیاره کې ریښتني ؛
هــم په فلسفه کې وارد و او هم په الهیاتــو کې ؛
ده هـم په دیني علــوم کې لاس درلـوده او
هــم په اجتماعي علـوموکي ؛ دې هــم محقـق وو
او هــم ژورنالیست !
لنډه
دا چی خپل رول یی
د یوه واقعــي افغان او واقعـــي
مسلمان په حیث ټولنه کی
ولوباوه . په نړیواله سطه کی هم
پیشقدم و . ده په بین المللی کنفرانسونو کی څو څو ځله ګډون کړی او
خپلی علمي مقالی یی لوستلی دی .
د مولانا ډاکتر سعید افغاني « ۳۲»
ټوګه کتابونه او رسالی د
مختلفو عنوانو لاندی نشر ته
سپارل شویدی. د دغه مرحوم څخه یو
شمیر لیکني پاتی او نشر ته آماده پرتی دی ، او هیله ده چی هغه هم یو پر بل پسی له چاپه را ووزی .
څه شی چې
زما په نظر ډیر د یادوني وړ دی هغه
دا چی : مولانا صاحب د کورني او بهرني سولی ته ډیر ه زیاته توجه در لوده ،
ده د سولي د ټینګښت په خاطر ډیری زیاتی مقالي ، موعظي ، دیني مضامین ،
کتابونه او رسالی لیکلي دی ، چی
هر یو یی د ډیر زیات ارزښت لرونکي دی
.
ډاکتر صاحب عالم وو ، او عالمان ور باندی ډیر سخت
ګران وه ، او عالمانو ته به یی همیشه
داسې خطاب کاوه : « چی سوله تبلیغ کړی ، ورور ګلوی تبلیغ کړی ، د انسان
انسانی کرامت تبلیغ کړی ، فقر ، فلاکت ، دربدری ، بی عدالتي ، لوږه ، بی کوري او اجتماعي مظالم
چې اصلآ د اسلام مبین دین یی په کلکه غند نه کوی، د اسلام له نظره و څیړی
او اضرار یی ټولو مسلمانو او زیارایستونکو هیواد والو ته ، روښانه کړی .»
دی پدی عقیده و چـې : مــلا امام ، خطیب او نور دیني او مــذهبي
مسوولین د نورو هیواد والو په وړاندی ډیر درانده مسوولیتونه لری ، را پیدا شوی ستونزی باید عالمان
او روحانیون په مبتکر رانه توګه تشریح او توضیح کړی .
که د مولانا مرحوم
سعید افغاني ژوند د
کوچنیوالی څخه تر مـرګه پوری و
څیړل شی ، نو باور دی چی کتابونه
به تری ډک شی .
اما ؛ بیاهــم هغه څه نه وی څیړل شوی چی
د ده سره په زړه
کی وو ... مونږ د
ه ته د لوی خدای « ج » په در بارکی د مغفرت
او بخښنی دوعا کوو .
مــولوی غلام سرور « منظور »
|