لیکونکي
: محمد رحیم « یو سفي »
د نشر نیټه : ۲۵ فبروری ۲۰۱۱ میلادی ـ کال
سوله او تفاهم د سعید افغاني له نظره !
که څوک د مرحوم مولانا ډاکتر سعید افغاني د ۶۳ کلن ژوندانه د کتاب پاني و لټوې او هغه یو
په بل پسی و لولی ، نو ورته ثابته به شی چی دغه پیژندل شوی او متبحر عالم تل د سولي، تفاهم ، آرامی او ورور ګلوی اساساتو او
بنسټونو د تشریح او توضیح په خاطر هلی ځلی کړی .
ده نه یوازی دا چی سوله او
تفاهم یی په دیني او مذهبي لحاظ څیړلی ،بلکه په خپله سیاسي ،اجتماعي او فرهنګي هنداره کی یی د هغي سکیچ هم ترسیم کړی دی .
مولانا
سعید افغاني یوازی ملا امام ، خطیب او دیني مدرس نه وه ، بلکی
دی هغه شخصیت و چی په سیاسي ډګر کی هم د چا څخه وروسته ندی پاتې شوی . د فقیرانو ، غریبانو او
نورو مصیبت څپلو اولسونو د اخلاصون په خاطر
یی د کورنې ارتجاع او نړیوال
کړکیچ پر ضد د مبارزی بیرغ د تل لپاره رپاندی ساتلی دی .
ده
جنګ نه خوښاوه ! او پردی یی
ټینګه عقیده در لوده : « چی کیدای شی ټولی لانجی او کشالی د سولي ، تفاهم ، استدلال ، منطق او خبرو له لیاره حل شی .
ده
به همیشه ویل چی : « دسیمی او د نړی موجوده وضع ،
سولي او آرامي ته ډیر قطعی او ستر ضرورت لری ، تر څو ونه شی چی ذروی قاره پیما راکټونه د اټو می ، نیوترونی او
هستوی بمونه استعمال او د انسان حیوان او
نبات ژوند په ځمکه کی پای ته ورسوی .
ژوند په
سماوی او وضعی ادیانو کی تقدس لری ، او
دهغی مراعاتول او دوام د عاقل او مکلف انسان دنده
شمیرل کیږی . له همدی امله ده چی د
اسلام سپیڅلی دین ؛ سولي او آرامي ته ډیر
زیاته پاملرنه او په هغی باندی یی اسرار کړیدی ، هغه یی تاییده او ټینګار یی پری کړیدی. دښمنی او عداوت ته یی بد ویلی دی ..
سوله د جنګ څخه بهتره ګڼي او دهغوی پلویان په ګډ ه سره سوله ایز ژوند او
ترقي ، سولي او آرامي پوری مربوط
ګڼی . »
د مرحوم مولانا
فکر یوازی پدی کی منحصر
نه و پاتی ، چی ګوندی
په هیواد کی دی د سولي
انساني او اسلامي اصل ته د منطق پر بنیاد
جدی پاملرنه وشی .
بلکه ده به دا د تل لپاره د خبرو د
تکیه کلام په څیر زمزمه کوله چی :
« د نړی
موجوده وضع د دا رز پیدا شو لانجو او کشالو له پلوه د
ترحم او پاملرنی وړ ده
. باید نړیوال ستر قدرتونه خپلو کړو وړو ته په جدی توګه
متوجه اوسی تر څو د وسله والو سیالیو په نتیجه کی ژوند او ژوندیو موجوداتو ته خاتمه ور نکړای شی . »
ډاکتر
سعید افغاني لیکی : « د سولي او آرامي د آواز پورته کول زمونږ
د زماني
ستر ضرورت بلل کیږی . دی وایی :
باید وویل شی
چی زمونږ ټول خلک
سوله غواړی .
مګر ؛ څنګه به وکولای شی چی سوله
او آرامي منځ ته
راوړی . دا کار
غور او پلټنه غواړی ،
زما په نظر د موضوع په باخبرو شخصیتونو ، د ڼړی د پوهانو
او زمونږ د قبایلو په مشرانو پوری
اړه لری چی د خپل رسم او رواج او عنعناتو له مخی زمینه مساعده کړی .
چی خاص او خاص د جهان ، افغانستان او د حضرت انسان د سعادت او نیکمرغی په خاطر پرته له شخصی
اغراضو څخه د حسن تفاهم ، تعـقل ، نیک تدبیر او منطــقي استدلال
پواسطه حقیـقي او واقعي سوله او آرامي منځ ته راوړی .
د
زمانی اړ تیاوی ایجابوی چی ټول قشرونه او خبیر اشخاص د غوڅ شوو پیوند ونو په لټه کی شی تر څو د سوله ایزی او آرامي فضا د
راتګ په برخه کی یو مساعد فرصت تر
لاسه او خپلی هڅی پیل کړی . »
مرحوم
سعید افغاني د سولي د لاری
واقعي مبلغ و . ده خپل نظر په هر ه
غونده ، محفل او مجلس کی په خورا صراحت سره څرګنده کړی دی . دی لا په هماغه وخت کی پدی عقیده وو چی ملی
روغه جوړه کولای شی د افغانانو تر منځ پل شی او بالاخره د تفاهم پواسطه هر نوع لانجی د
کلی څخه نیولی بیا تر علاقه داری ، ولسوالی ، ولایت
، ښار ونو او آن تر مملکته پوری حل و
فصل کړی .
ده
به ویل چی : « ولی افغان د افغان ، انسان د انسان او مسلمان د مسلمان
پواسطه ووژل شی او ولی پر انسانانو جنګ تحمیل شی . وروروژنه
، وینه تویونه ، قتل و قتال ولی زمونږ په تاریخي او سرلوړی افغانستان کی را پیدا شوی ، او
ولی ؛ پای ته نه رسیږی!!!
ده په هیواد کی د جنګ د پای
ته رسیدلو په خاطر لاری چاری لټولی او خپلو افکارو ته یی پدی برخه کی پخپلو لیکنوکی
انعکاس ورکړیدی .
ښه می په یاد دی
چی د ۱۳۶۳کال د کب د
میاشتی اومه نیټه چی د ده د مړینی د ورځی سره
مصادفه ده اومولانا صاحب د افغانستان د
طبی علومو په اکادمی کی بستروو ،
او ناروغی دومره کم زوری کړی و چی
حتی په بستر کی به هم په ډ ډه نشو او وښتلای ، اما :؛ قلم یی پلاس کی
و او د خپل کتاب ډیر و روستی پروف
یی پخپله تصحیح کاوه .
باور وکړی چی دوه ساعته یی مرګ ته پایی و ، چی
ما ورسره یو ځای پروف لو ستل او هغه یی
تصحیح کول . د ده دغه لیکنه هم د سولي
او آرامي د تینګښت او د جنګ پر ضد وه . و یاړ او افتخار په هغه انسان چی د خپل خوږ ژوند ډیری وروستی شیبی هم بشر او بشریت ته په خدمت کی تیری کړی
.
ډاکتر
سعید افغاني نن زمونږ په منځ کی نشته مړ
دی ، مګر؛ د ده کار نامی د ده روح د تل د پاره
ژوندی ساتی . د ی د سولی د لاری ښه مبلغ
و خپل ټول اثرونه یی په هیواد او نړی کی دسولی د ټینګښت په خاطر لیکلی دی . د
« صلح و آرامش از دیدګاه اسلام ، خطر جنګ هستوی او پلار وطنه ملی جبهه یاد دلته د
ټو لنیز و ستونزو د حل لیار ، او نور... »
کتابونه یی چاپ او نوری په سلګونو مقالي او مضامین یی د هیواد په مطبوعاتو کی چاپ شوی او نشر ته سپارل شوی دی
.
ده نه یووازی په هیواد کی سوله غوښتنه بلکی د
نړیوالی سولی د تامین په خاطر یی هم خپل شفاهی او تحریری تبلیغ ژوندی ساتلی وو
او په خپله یوه رساله کی داسی لیکی
:
« زه باور لرم چی دا موجوده نا آرامي په
جهان کی وخامت پیدا کوی او د ذروی جګړی د
رامنځ ته کیدو احتمال حتمی کوی . پس ؛ سوله د
درستو شخصیتونو ډنده ده چی یوه
ثانیه او یوه دقیقه هم فرصت له لاسه ورنکړی ، بلکه په ډیر زیات سرعت سره د ښه
تفاهم وسایل او زمینه مساعده کړی ، هغه په کار واچوی او د سولي او آرامي
په لیار کی خپل کار او خدمت سخت
کړی . »
داځکه
چی نوموړی د سولی دموکراسی او ټولنیز عدالت په ټینګښت کی د قدر وړ خدمتونه کړی وه
، او هرڅوک چی د خدای « ج » د مخلوق په
وړاندی خپله دینی او دینوی وجیبه په خورا صداقت سره تر سره کړی د تل له پاره د ستایلو وړ دی .
محترم
عبدالله خدمتګار « بختاني » په خپله یوه رساله کی چی د مرحوم ډاکتر سعید افغاني د
تلین په مناسبت چاپ او نشر ته سپارلی ده ،
د دی اثر په ډیرو لو مړنیو لیکوکی لیکی :
« دوکتور
سعید افغاني زمونږ د هیواد مشهور
عالم ، لیکوال ، مولف ، استاد او اجتماعي
شخصیت و چی تل یی د سولي ، ترقي ، وروري ، برابري او تفاهم لپاره مبارزه کوله ، د دی نو
میالي پوه دروند نوم هم
په وطن کی او هم نړی په نورو هیوادونو کی خپور او مشهور دی . »
د
مولوی محمد سعید افغاني د ژوندانه زیات کلونه په تدریس ، لیکلو ، تالیفاتو ، موعظو د خطابو په لیکلو او تبلیغاتو کی تیر شول
، دی یو ملي ، مترقي ، مذهبي شخصیت و چی
تل د خلکو د ضروری غوښتنو د ملاتړ
په لیکوکی دریدلی دی .
مرحوم
ډاکتر و چی د افغانستان د دیني علماو او روحانیونو په تنظیم کی یی ستر
رول ولو
باوه . د د هیواد هر عالم او روحاني
شخصیت چی به ده ته مراجعه کوله نو
د ده نصیحت دا و چی :
« سولاه تبلیغ کړی ، حق ووایی ، په قرآني آیاتونو او نبوي احادیثو باندی
په اتکا ء سره دوستي ، ورورګلوي ، عدالت ،
برابري او د انساني کرامت دخوندې ساتلو اساس
تشریح کړی . ځکه د هیواد ټول قشرونه و طبقې تاسو ته مخ د
راوړی ، تا سو د پیغمبرانو د برحقو
وارثانو په څیر خپل ملي ، وطني او تاریخي رسالت تر سره کړی ، »
هرکال
د حوت اومه چی د مرحوم سعید افغاني د مړیني په مناسبت تجلیلیږی او د ده په باب
عالمان او پوهان نظریات څرګند وی ، نو ماته د ده همدا نصیحت په مخکی مجسم کیږی چی ویل به
یی :
« په
سولی او تفاهم سره کیدای شی زمونږ هیواد
پر مختګ وکړی ، جنګ پر ته له فقر
او غربت څخه زمونږ هیواد والو ته نور څه شی نشي بخښلای . »
محمد رحیم « یو سفي »
|