د اجمل اټک « يوسفزی » لیکنه
نیټه : ۱۷ ـ ۲ ـ۲۰۱۱ میلادی ــ کال
ملي ترانه
چې مو راټول په يوه کور کړي داسې څوک غواړو
موږ
چې موزخمونه را ټکور کړي داسې څوک غواړو موږ
يو بـــې وطنه بــې کفــنه بــــې وارثــــه
افغا ن
که چېرې خلاص نورله پېغورکړي داسې څوک غواړوموږ
چې يوله غر، بل له سنګر،درېم له ټانګه کوزکړي
چې مو راټول په يوه شکور کړي داسې څوک غواړو
موږ
چې مــــوږ تــــر منځه دا د جبر دېــــوال
ونړوي
چې مې دورورسره بيا ورور کړي داسې څوک غواړو
موږ
چې مې ټوپک او توره دواړه په قلم بدل کړي
چې مو له جنګه زړګی تور کړي داسې څوک غواړو
موږ
چې مو دا څيرې ګرېوانونه راپیوند کړي بېرته
چې مو بچي د يوې مور کړي داسې څوک غواړو موږ
چې د اغيار نـــه د اټک مظلوم زړګی وګټي
چې نور اوبه د ظالم زور کړي داسې څوک غواړو
موږ
اجمل اټک « يوسفزی »
|