
|
د سید همایون « اولسې »
لیکنې
د نشر نیټه : ۱۰ جون ۲۰۱۲ میلادی
|
د سبا بــاد
یو اروپایي لیکوال لیکي :
د شپې تیارې ولاړې
د سبا باد والوت
د هوا مرغانو ته یې د سبا زیرﺉ راوړ او وې ویل :
ویښ شی ، پاڅیږی ، چمنوته ولاړ شی او ښې نغمې ووایاست .
مامورینو متعلمینو ته یې وویل :
ویښ شی ، پاڅیږی ، خپلو دفترونو ته ولاړ شی .
کارګرو او مزدورانو ته یې وویل :
ویښ شی ، پاڅیږی ، خپلو کارنو او مزدوری ته ولاړ
شی .
صحرا ته ولاړ مالدارو ته یې وویل :
ويش شی ، پاڅیږی ، رمې څړ ته وباسی.
سید همایون « اولسي »