د دوناو د سيند په غاړه د دوناو د سيند په غاړه يو ښايسته ماځيګری وه المر ورو ورو ولويدلو يخ شمال نری نری وه د شفق د چتر لاندی د اوبو غږ او ځګيروی وه د سيند ديخوا او هغی خوا د ځنګلونو مست شنيلی وه له ښلا جوړ طبيعت وه تا به ويل چې جنت ګی وه هره پيغله په ښايست کې د ګلابو جوړ ګيډی وه مينه مينه ښکلول وه خوشحالې وه جوړ جاری وه د وطن په سوچ کې لاړم څو چې پوه شوم ماښای وه د وطن د جنګ لمبو ته ډک له غمه می زړګی وه د حفيظ « مليار» افسوز وه هلته جنګ ، دلته سپرلی وه
عبدالحفيظ « مليار ــ ساپی » ويانا د اتريش ښار
که چیري غواړې چه ستاسو « ادبي ، عرفاني ، فرهنګي او کلتوري » مطالب په دې نشراتي پاڼه کې خپاره شې ، نو په دې توګه ستاسو نه په ډیره درناوې هیله کیږې چې خپل لیکل شوې مطالب په لاندې بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته راولیږې .
said-afghani@gmx.de stratgeitudies@csyahoo.com
د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان د نشراتي بورد تر څـارنی لاندی خپریږی .
مؤسس : د حق دلاری کلتوري مرکز مسؤول مدیر : برهـان الدین « سعیدی »
د تأسیس کال