
|
د عبدالحفيظ
« مليار ــ ساپی » لیکنه
د نشر نیټه : ۱۷ سپتمبر ۲۰۱۲ـ م ـ کال
|
شیطاني نفس
مرګ د سترګو رپ دی
هر انسان سره
زوړ وی که کوچنی
وی او که ځوان سره
ګوری صداقت جز د
ایمان ښکاری
څومره به وی
ښه لاړشی ایمان سره
څو پوری به خاوری
شیندی سترګو کی
څومره به
بد ښکاری خپل وجدان سره
بیا به هلته
قبر کی عذاب کی یی
بیابه ګټه
نکړی د ارمان سره
زړونو کی
پادشاه شه شمله هسکه کړه
هسکه شمله خوند
کړی د افغان سره
ای حفیظ ملیاره
تری ګیله مکړه
چاچی نفس
تړلی وی شیطان سره
****
عبدالحفيظ
« مليار ــ ساپی »
ويانا د
اتريش ښار
|