٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
النجـــــــــم
ګڼه « ۵ » چهارشنه
د ۱۳۳۷ کال ، د عقرب « ۲۸ »
مصلح « مجاهد »
د سعيد افغاني
لیکنه :
۲ــ د ده تفصيلى پيژندنه :
دنجم الدين اخند
زاده صاحب « رحمة الله
عليه » د مفصل پيژندلو د پاره په
کار ده چه په لانده ډول سره ئې وپيژنو :
۱ ــ د ده
عمر او حيات او قواره
۲ــ د ده
هويت قوم او نسب
۳ــ د ده
اصلى او فرعى مسکن
۴ــ
د ده تحصيل او علم
٥
ــ د ده تصوف
٦
ــ د ده
جهاد
٧
ــ د ده
دشهرت اندازه او کار
روائې تر مرګه پورې
٨
ــ د ده
مشهور ماذونان او منسوبين
٩
ــ دده د مرګ نه وروسته شهرت او
تا ثيرات
مګر ډير تاسف دى چه د داسې يو لوى شخصيت
چه دټول حيات ګذارشات
او حر کات ئى نهايت متانت
او سنجيدګي لري .
هغومره چه
ويل کيږي او يا
اورديل کيږي او يا ئى
وينو په دغه اندازه د ده سوانح دليکلو
دپاره چا کوښښ
نه دى کړى په دغه
حقله زمونږ ګيله دده
دمعقولو منسوبينونه کوم چه
په خپل وخت کښى نهايت
منلى تير شوى زياته ده يوازي د ملا طوطى اخند نه
هغه هم صرف
دده د مواعيظو تذکرى مګر نهايت
ناقص ليدل کيږى
او بس .
په
هر صورت که اوس زمونږ
په لاس کښى مطلوبه
معلومات راشي اميد دى چه څه نا څه
خوبه ترى جوړ شي او آينده
د پاره به ګوندى دغــه آرزو د ده پــوه عقيدت
مندان کوښښ وکړي چه
زمونږ د هدف نارسيده مطلب
تکميل او پوره
کړى . باور لرم چه په دغه ليار کښى
سعيه به د ده د عقيدت مندى
ښه ثوبت وي .
د ده
عمر او حيات او قواره :
زمونږ په
لاس تحريري اسناد ډير کم دى کوم
تحريري سند چه زمونږ په لاس کښې شته
هغه يوازى د ده د
فوت تاريخ ښې چه
په (١٣٢٠ ) او يا ( ١٣١٩ )
هجرى قمرى کال
کښې فوت شوى چه
د ده نه د ټول عمر اندازه نشي معلو ميدلې
، مګر ؛ شفاهآ
مو ډير او ريدلي
چه اخند زاده صاحب
عمر او يا کلو په حدود
کښې اندازه کيدلى
شې. خلک وائى : چه ښه
قوى وجود ئي درلوده مګر ؛ رياضيت
او تقوى په وجه نحيف
شوى ، حتى چه د ډير رياضيت په وجه
د ده دلاسو رګونه شنه شنه بلقيدل .
وائى چه دى
ښه خوش قــواره جږ سړى ؤ ،
او په اوچلي باندى شين
خال هــم درلوده او د ده
دشين ښکلى خال
شهرت زيات ؤ .
د ده رنګ او
قواره با تاثيره هيبت
ناکه وه ، دورايه به په
خلکو د ده رعب وليده مګر؛
په عين وخت کښې مشفق او
مهريان هم ؤ .
د د حيات
ټول په حرکت کښې
تير شوى . معلو ميږى چه د ده په
ضمير کښى يو داسى اور او تپش
او حرکت مودجود ؤ چه په يو ځاى نشو پاتې کيدلى .
ده هر چيرته
ته دخلکو په افکارو کښې
داسى تحول قايم
کړ ى چه تر ننه
هم هغه تحول
دخلکو په مابين کښې ياد
او د قدر وړ دى ده په
ځان باندى ډير خلک د ښو
اخلاقو په وجه عاشقان کړي ؤ ، د ده د حقانيت
داثبات دپاره دا کافى ده چه دى ټولو
پوهو علماؤ منلى ؤ او د ده
حر کات ئې د اسلام
د دين په اساس موافق ګڼل
.
ادامه لری
|