٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
النجـــــــــم
ګڼه « ۸» چهارشنه د ۱۳۳۷ کال ، د قوس « ۱۹
»
مصلح « مجاهد »
د سعيد افغاني
لیکنه :
۵ــ د ده تحصيل آوعلم او تصوف:
هــډى صاحب عــالم
ؤ ، مګر ؛ داسى نه چه علم ئې دعمل سره
نه برابر يده او يا دسر تنبه توب نه به ئى کا راخستلو
او يا د کبر او غرور نه
ډ ک عالم او يا داچه د
ده علم داوهامو او خرافاتو يوه مجموعه
ؤ او يا خدآى ناکرده
چه ده به دين ددنيا دپاره
وسيله ګرځولى وى .
دی يو حقانى عالم ؤ، ده داسلآم دين پيژندلودى
په دى خبره پو هيده چه
خلکو کښې بايد د محبت
او مؤدت اساس قائيم
شي . دى ريا کار
صوفى نه ؤ ، او نه
دکونج آو صومعى طرفدار ؤ . دى يو
اجتماعى شخصيت ، هميش دناوړو رسم
او رواج سره مجادلى کړى خلک ئې دبى کارى او تنبلى نه
خلآصول .
مصلح او مجاهد
د سعيد افغاني
لیکنه :
وائى نجم الدين
اخندزاده صاحب به علماؤ سر زيات محبت
کولو او ښه عالم به ئى زيات
خوښو .
دهغه
وخت علما ؤ په ده باندى دعلميت
ازميښتونه کړى ؤ علما ،
دده نه په لو يو لويو کتاب، او علومو او په باريکه باريکه مسايلو کښې
پو ښتتنى کړى، مګر ؛ دده سره
دعلميت اندازه قوى وه .
دعلما
ؤ پو ښتنو د پاره ئى ښه ځوابونه
ورکړى . دى د علما ؤ په نزد
ښه جيد عالم ثبوت
شوى ؤ نو ځکه ئى دى
د دين داقتدا او ددين
دحمائى دپاره دهغه عصر
لوى نابغه شخصيت
ليدلو . ده علما تربيه
کول او علماؤ ته ئى دعمل درس
ورکولو .
وائى نجم
الدين اخندزاده صاحب ته هر کال
په سلهاؤ بړ ستنى جوړولى او بخشش
به ډول به ئى ورکولى . دى
دعلماؤ دپاره خولى او پګړى
پيداکولى او د بخشش په قسم به ئې ورکولى .
دنجم الدين
اخندزاده صاحب علمي بحثونه علمي
موعظي او خطا بي ښى با
تاثيره ياديږى . ده خلکو ته د کونج
او زاويى در س نه دى
ورکړى ده خلکو ته دنيا
په داشان بده نه ده ظآهره کړى ، چه خلک
دى دنيا ترک او
کار دى نه کوى .
دى په دى
خبره پو هيده چه ددنيا مذمت
هم ددى دپاره دى چه بايد مسلمان د دنيا
د محبت اندازه وپيژنى ، داسى نه
چه د دنيا د محبت په وجه دخلکو حقوق تلف
د رحم او عاطفى خيال ونه ساتى .
داسى
دنيا نه چه هرج
مرج پيدا شى، د جنګ
او قتل موجب وګرځې او داسى
نه چه خلک په دنيا غره
شې خپل خالق
هير کړى او دبلى ورځى غمه
ورسره نه وى . اوکه نه دنيا د دى
دپاره چه د ځان او دخلکو دخدمت او
رفاهيت په مقصد وۍ بده
نه بلکه
پيد ا کول ئى ثواپ دى.
نجم
الدين اخند زاده صاحب حقيقى عالم ، په دى خبره ښه پو هيده
چه ځنګه علما ؟؟؟ دى په دى پوه ؤ چه د خلکو داصلاح
دپاره څنګه علم په
کار دى .
ده
سره دا ملاحظه وه چه د وخت
او زمان مراعات شته دى ، ده
علما په ځان را ټول کړل خلکو
کښى نوى روح پو کړو .
مګر ؛
ډير
تاسف دى چه د ده دکار نقشه
د ده نه پاتى وروستينو خلکو بدله
کړه په دى پوه نه شول چا
اصلى سر څه وۍ په
دى ښه پوه نشول چه د نجم
الدين اخند زاده صاحب
مطلب څه ؤ چا
داخيال وکړو چه د اخند زاده صاحب سره
د تسپو دشمار خيال ؤ
.
څوک
په دى عقيده لاړل چه ډوى ورکول او لنګر مقصود دى چا داګمان وکړ و چه سر مراقبه سپين
څادر او قبا په کار ده چا
سره دا سودا پيدا
شوه چه چا دساده خلکو په وسيله نور خلک تهديد ول او غولول
په کار دى .
همداوجه وه چه چا دلنګر په نامه
او چا د مسجد د جوړولو په هنګامى او چا د مدرسى جوړولو په انګازى چا په دى نامه چه دا کـوم!! او داسۍ داسى خيال مى
دى ناروا ، ناروا کارونه وکړل عامونه
، عامونه مسلمانان ئى په
حقيقي اسلام باندى هم بد ګمان کړ .
خداۍ
خبر چه
داسى جنبان د اوسنى اسلام د
ضعف له امله په هغه
ورځ د پاک خداى
په لوى دربار کښې
څه ځواب ورکوى .
بايد
ووايم
چى : نجم الدين اخونزاده
صاحب په مخلصانو کښى ښه پاک
او پـوه خلک هــم وه ، د هغوى د خــدمتونو اندازه مونږ سر
شته اميد دى چه هغــوى
د کارنامو تذکرى آينده تماس
و نيسم او خپلو ګرانو
لو ستو نکو دپاره ئې دهدئى
په ډول وړاندى کړم .