د سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان  ته  ښه راغلاست!
سایرنشرات  هـدف ارگان اعـلانات مرکزاستراتیژیک ورزش شخصیت های فرهنگی  ارشیف کتب اسلام   صفحه سعیدافغانی مضامین سعید افغاني صفحه اصلی

ژړا او اوښکې

 

ژړا  ضرورعوامل  لری !  ژړا عوامل  په زړه او فکرباندي  حملې   راوړی او د خپلې  استیلا په اثر دبدن  څه  رئیسه مراکز  نیسی ، فشار ورباندې  راولي او پدی مجادلې کښی کثیف حرارت تولیدیږی ،  دا حرارت په خپلو څپو کښې  د زړه او مغز و په  عروقو  ، شراینو او  پردو کښې   دود  وهلی  بخار جوړوي   او د دردناکو هیجاناتو  په اثرکله  آهونه  او سیلی  پیدا کوی  او د اوښکو  سیلاب  ورڅخه  جوړیږي  .

دسترګو پرزي  ورانوی ، سوزوی ئی او د نورو مراکزئی خرابوی ، په مخ  اوښکې  بهوی او کله ګریوان او ګریوانونه هم لمدوی او د ویرونواو واویلاؤ  موجب کیږ ی  او آخر ضرور په خپل تلاطم کښی د خلاصون د چاری فکر او نظر زیږوی ، روزی ئی  او د رشد مرتبی  ته  رسیږي  او حتمآ د تحولاتو  او تطوراتو  موجب  ګرځي  .

د ژړا  عوامل :

د ژړا عوامل  پوره  د حساب او کتاب  لاندی نشي  را تللی  او نه کیدای شي چه  د هر چا  د زړه  او فکر دردونه  او نارامی په پوره کم او کیف رسم  او ثبت  شي .

افسوس !!

دا بیچاره انسان چه د مجادلې   لیاره  ورباندی حصره شي  نو اکثره دبی اسری  توب  او نامیدی  په حالت کښي   په ژړا او اوښکو تویولو پیل و کړی ، دردئی  ځوروي  ، تاثیرات ئی  لړځوی ،غمونو پسی اخستی  دی ، چاره  ورسره  نشته ،مرسته  ورسره نه  کیـږی ،  څوک ئی   دلاسه  او تسل  نه کوی  او یا د تسل  او دلاسه له  مرحلي  څـخه ئي  در دونه  او تاثیرات  زیات شوی  دي .

افسوس !!

د  دی بی  وسعی  انسان  په  زړه  او فکر  کښي   ډیر څه  ګرځي   ، زړه ئی ډک  دی ،  حوصله ئی  نشته  ده ، لیاره  او ګدر  ورڅخه  خطا  دی ، او دننه  ناوړه  نفسی  انفعالات ئی  ځوروی  نو دیته قهرآ مجبوره دی  چه ولی شي  ، وژاړي   او اوښکی  توي  کړی او کله د ده دارڼی او ښکي  دوینو ګلابی رنګ هم آخلي    .

افسوس !!  

د انسان ژوند  کله  د ژوند په  قیمت  نه  ارزی .

اف ....  داسی ژوند خو خوند  نه لری  ځکه چی دا د ځورولو او کړولو ژوند دی ، او د افاتو ، بلیاتو او مصیبتونو د نوم  وړ ښکاري .                      

دا ژوندئی په مړو حساب دی چی څه ئی د لاسه نه دی  پوره ، څه نشی کولی   او د ځان  د خلاصون  چاره  ور سره نشته  ده  نو  په  مړو سترګو ژاړی  او د  زړه  او فکر  د تاو  اوتب  دلاسه  اوښکي  تویوي .

دا د اوښکو څاڅکي   هسی عادی څاڅکي   نه دی !

دا څاڅکي  هسی په مفته نه  توئیږي ؛ دا څاڅکي  بی تا ثیره نه دی نو ارومرو  به  خپل  مثبت او منفی تا ثیر اچوي .

 دا ژړا او اوښکي  که ژړونکي  ځوروي  نو حتمآ خپل  لیدونکی  پاروي  او په  عاطفوی  احساساتو ئی راولي  .

دا ژړا  او اوښکي  د زړه او فکر داور د سختو لمبو  د بخار نښه  ده چی حتمآ به د اعتدال په صورت کښی پخول او د افراط په صورت کښې  سوزول کوی .

ته !  هـــو ته ؛   پدی  باور وکړه  که  درته ونه  وایم  چی وژاړه  دا به هم  ایمانآ   او  وجدانآ  و نه وایم  چی  مه ژاړه ، ځکه  چی  زه  پو هیږم چی ته  بی موجبه   نه ژاړی  او ستا    ژړا  موجبات هم ناروا ندی،  نو حتمآ  ژاړی  !!!!

زه هم  که نور څه  نشم  کولی  ؛  ضروربه   در سره  ژاړم   او په  دی  باور  لرم   که   نور  صالح  عناصر هم  څه  ونشي  کړی ،  در سره  به  و ژاړی  چي  په  نتیجه  کښې   دوی ټولو اوښکو  څخه سخت  طوفانی  سیلاب  جوړ شي  او د  ژړا  اسباب  او عوامل  به له مینځه  یوسي  .   

ژړا ه  که  ژاړې !                                                                      

ژاړم  که  ژاړم   !                                                                    

 ژاړې  که  ژاړې !

خو  د ژړا  سره  سره  باید  فلج  او بی  حرکته  پاتی  نشو  ، تر څو د خوښي   او خندا   فرصت  او  موقع  په  لاس راشي  .

سعید افغاني  ، د ۱۳۶۵ هجري شمسي  کال  

  کابل ــ خیرخانه مینه   

                              








ارشیف کتاب  طبیب بگو مرض من چه و چاره ام چیست ؟
قسمت هشتم قسمت هفتم قسمت ششم قسمت پنجم قسمت چهارم قسمت سوم قسمت دوم قسمت اول

بازگشت
گرانـو وطنوالو او درنو لوستونکو!  

که چیري غواړې  چه ستاسو «  ادبي ، عرفاني ،  فرهنګي او کلتوري » مطالب  په دې نشراتي 
پاڼه کې خپاره شې ،   نو په  دې  توګه ستاسو  نه  په ‌ډیره درناوې هیله کیږې  چې
خپل لیکل شوې مطالب  په  لاندې  بریښنا لیک « ایمل » مونږ ته  راولیږې .

said-afghani@gmx.de
stratgeitudies@csyahoo.com

د سعید افغاني د سولی او تفاهم نشراتي ارګان  
 د نشراتي بورد  تر څـارنی لاندی  خپریږی .

  مؤسس        :  د حق دلاری کلتوري مرکز
 مسؤول مدیر   :  برهـان الدین  « سعیدی »

د تأسیس کال  

  د حوت اومه ،  د  ۱۳۸۸ هـجری شمسي ـ  کال  
   د  فبروری  ۲۶  ،  د  ۲۰۱۰  میلادي   ــ کال    

هره  لیکنه  د لیکوال خپل نظر  دی  او خپله  دلیکوال اند  څرگندوي
استفاده از مطالب سایت «  ارگان نشراتی  صلح و تفاهم  سعید افغانی »  با ذکر مأخذ آن آزاد است