د دوکتور محمد سعید « سعید
افغاني » لیکنه
د نشر نیټه :
۲ــ ۹ ــ
۲۰۱۰ میلادی ـ کال
کاشکې !
رښتیا بشر د احتیاج ، مشکلاتو او تنګسو د خلاصون په هڅه دغارونو
او سمڅو څخه را ووت او بر ، بحر او هوایی تسخیره کړه ، نوی نوی
اختراعات
او اکتشافات یی مینځ ته راوستل او ډیر
داسې کارونه یی وکړی چي
پرون نه کیدونکي ښکاره کیدل
.
دنیایې رڼا کړه او د خوند ، رنګ او شرنګ جهان یې جوړ
کړ !
علمي ، صحي ، اقتصادي ، اجتماعي ،
سیاسي ، تخنیکي ، زراعتي ، دفاعي ،
مواصلاتي ، مخابراتي اونورو ډیرو حیرانونکو پر مخ تګونو سره مخامخ شول او
لیا نورهم د فعالیت او مسابقي په ډګر
کښې د راتلونکو نوو ابتکاراتو هیله لری ، هڅه کوی
او د جدیت او فعالیت په میدان
کښې پاخه قدمونه پورته کول غواړي
او .... . خو کاشکې !!!
کاشکې : چی دا شریف
انسان ، دی زړه لړزونکو ټکرونو ، تصادمونو او تضادونو
سره نه مواجه نه
کیدلې .
کاشکې : اخلاقي
معیار ښه ، په زړه پورې په خیال او نظر کښې نیول شوی وای
، او په دغه
اساس ژوند عیار ، او یو تربله د لورنې
ژوند پوره مطمین
وی .
کاشکې : په ختیځ او لویدیځ کښې یو
جهاني عادلانه حکومت او نظام جوړ شې او بی له هیڅ ډول
ناروا فشار او غولولو څخه بشري طاقت په کار واچول شي .
کاشکې : د مساوات او برابری
اصلي او اساسي اصول د خلکو د
استعدادونو او امکانیاتو په اساس
عادلانه تطبیقیدلې .
کاشکې : استعمماري او استثماري مفکوري او دسیسي په ټولو رنګونو له مینځه تلی وی ، زور زیاتې ، باداري
او اقایي نه وې .
کاشکې :
سیاسي مانورو او تکتیکو نو او
حربي وسلو او سامانو نو د خلکو
ژوند دویرې او تشویش
سره نه وی مواجه کړي او په دغه لیاره کښې ګذاف مصارف
د فساد په ځای د بشر د ارتقاء او
ارامې په لیاره کښې صرفیدلې .
کاشکې : احتکاري او انحصاري جدیت او
فعالیت نه وی روان او
د پیداوارو او تولیداتو څخه عادلانه استفاده کیدلې .
کاشکې : د جنګ ، جدال ، شقاق او منفی اختلاف په ځای دمیني
، محبت او مرستي دنیا جوړه شي او د غدر ، خیانت ، ظلم ، استبداد ، حسد او
کیني ځای
ورورولي او عاطفه ونیسي .
کاشکې :
د دنیا ټولې
شاړې او میرې ابادې او ثروتی منابع
او مدارک د عادلانه استفادې
وړ ، علم ، فن ، تحنیک او د بشر د صحت ، سلامت ، ارامي او اطمینان
لپاره استخدام شې .
کاشکې :
نژادي تو پیر له مینځه لاړ شي او خانداني تفوق او امتیازات نه وي .
کاشکې :
ناوړو رسمونه ، رواجونه او عادات
نه وي او نه د حق او
حقانیت اثبات په دغه مقیاس
کیدلې . هو : ارمان چی که د
حق او حقیقت د معرفت لپاره
اساسی او بنیادی حرکت د
واقعیت بینی په مدار څرخیدلې .
کاشکې : دخلکو له قوا او څخه استفاده د استعمار ، استثمار ، غلامې او بردګې په چم نه وی .
کاشکې : د علم ، فضل ، تعلیم ، تربي او
ښوونې په پروګرامونو کښې د اغفال آلوده آمال او اغراض د خل نه در لو دلې .
کاشکې : حدود او سرحدونه د انسان
او انسانیت پر مخ خلاص وې او د جاسوسي او تخریباتو
ویره او ډار نه وې.
کاشکې : د خیر ، فضیلت او تقوی لپاره کار د
ریایي تلو ثاتو څخه خلاص وی ، د تزویر دامونه او جالونه نه وی او نه ظواهر و باندی د غولوونکو صحنو چلیدل ؛ د مایوسی ، نا امیدی
او بد ذهنیت د پیدا کیدو موجب ګرځیدلې .
کاشکې : د غیرت ، میړانې او مبارزې عناصر په
خبلو کښې پخلا او اشتی
وی ، ترڅو خلک د وحشت پستو عناصرو
له ناروا « ګیر ، بند ، بی ابی اوعار ژوند »
له تحمیله خلاص وی .
کاشکې : یوه ښکلې ،
ښایسته او متحد نه دنیا
د بشر د جایزو ارمانونو او هڅ د پوره کیدو
په اساس او مستوی جوړه شي او په کښی د انساني شرافت
او کرامت د ټولو رمزونو او نزاکتونو
خیال قوي او سالم و ساتلې
شي .
افسوس : زما
او د نورو ډیرو خلکو سره د څه داسې
زیاتو جایزو او روا هو سونو ، ارمانونو او هڅو
خیال ، تصور او فکر شته دی ، کوم
چی ورته د رسیدلو چاره ګرانه ښکاری
.
د دی سره سره
قسم چي ؛ زه به تل په خپل
ژوند کښی د خپل ټکل څخه
وانوړم ، او ضرور به حق او عدالت ته د رسیدو لپاره
هـاند و باسم او په دی
لیاره کښی به خپل رسالت تر سره کړم
.
زه به دهغو ملې بازانو
مطالب هیر نه کړم ، کوم چی په کتابونو او لیکنو کښی می د
ریالست لیک و الانو انقلابی افکار ، هڅی او هیلی لوستی
دی او یا په غوند و کښی د دوی د دغه شانی تحلیل سره مخامخ شوی یم ،
او یا
راته حکایت شوی دی .
حقیقت
دا دې ! چی د اجتماعی ملی انقلابی رهبر د ژوند هڅی او هیلی پوره د
پام لرنی وړ
دی
دکتور محمد سعید « سعید افغانی »
د ۱۳۵۶
هجري شمسي ـ کال ـ کابل
|