د داکتر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه
د نشر نیټه : ۵ ـ ۱۰ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال
لمـــر !
ستا نور ، ستا پلو شې
او ستا حــرارت د ژونــد په اړخـونو کښې تآ ثیــر
اچوی او د موجــوداتو او کائناتـــو په تحــول او تطــور کښی
لــوې لاس لـــری .
ته که نه ئـــې ؛
شپه به سبا نشي او د شپې
تاریکي به ټـول قوا وی په ظلــمت کښې و ساتي .
دا
ســبا ، دا رڼـــا ، دا حــرکت او دا جدیــت
؛ د سـتا د وړانګـــو مــرهـــون دی .
دا
هڅــې ، داهیلـــې او دا تپـــش ؛ د
ستا د حـــرارت پـــه اثــــر نڅــا کـــوی .
دا
شــور او د ا زوږ ، دا رنګ او دا بوی ؛
د ستا په پــر شوره څپــو کښې مستي کـــوی .
داکتر محمد
سعید « سعید افغاني » ــ کابـل
|