د دوکتور محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه
نشر نیټه : ۲۴ ـ ۱۰ ـ ۲۰۱۰ م ـ کال
تاته وایــم
تا ته .....
هـو ته ... غیر مرغوب او غیر مطلوب یې .
تا سره زړه نشته او په زړه کښې دې دننه شیان د
دې خاورې او وطن په ګټه نه دې .
ستا په زړه کښې چرک دې ،
داسې
چرک ؛ چه د چرک
تعفن دې پاک او
سپیڅلي انسانان متآثره کوې.
ته نه پوهیږې ؛ او په دې هم نه پو هیږې چه نه پوهیږې !
تا ته چه څوک پوه
واېې ، هغه هم
نه پو هیږې !
ځکه ؛ داسې ذهنیت
ته پوه ویل ملي
خیانت
دې .
ملت ملی خیانتونه
نشې زغملې ، او ملي
خاینانو ته د نورو په لمسون
او دسیسې د پو هو القاب او شهرت ورکول بد ګڼي ،
او ورته د نفرت او عمیقي کرکي په نګاه
ګورې .
داکتر
سعید افغاني
د ۱۳۵۴
هجري شمسي ـ کال ـ کابل
|