د داکتر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه
د نشر نیټه : ۲۶ ــ ۹ ـ ۲۰۱۰ م ــ کال
زمــا نظـر
دا
ډیر وخت کیږې چه زه د خپل نظر په خوا متوجه او په
نظر کښې هغه نظر په لټه ایم چه د
خیر په منظور د
کیدو شوا خون ولری .
خیالی
دنیا د خیالي تماشا او یو خیالي تسل دی ؛ چه که دعمل ډ ګر ته
مجرا و نه لری ، په درد نه خوري .
خیال
بافي چه و ځندیږی ورڅخه مزمن مرض جوړیږې ؛ او د
« رکود ، خمود او جمود » موجب ګرځي .
ژوند
کول د کړاونو سره مجادله ده ؛ پدی مجادله کښې
هغه څوک د بریالي توب مقام ته رسیږي چه
لاس تر ځنې کی نه ئي ، او د أګاهانه شعور سره یو ځای
کار او عمل ته دوام ورکړي .
امید
واری ښه تجویز دی ؛ چه ورسره د همت مټې هم پورته
شي او عاقلانه تجویز سره عاقلانه فعالیت جوت په
کار و لویږي .
څومره
چه دقیق غور ، فکر او تحلیل کیږی هغومره نتیجه همرا
په لاس راځی ؛ چه د خپلی د نیا د جوړولو لپاره په
هر مرحله کښی چـه وی ، « صلح او سلم »
ته اجتماعي نهایت ضرورت دی .
نو
پدی اساس ! جنګ او جګړه باید دفاعي شکل ولری
.
او
د بیا ! بیا ! بر یا لیتویونو په صورت
کښې هم باید د انتقام اخستلو په
ځای د « صبر ، حوصلې ، عفوې ، بښنې او پوره
صلې او عاطفې » څخه کار واخستل شي .
که
مونږ سره حقیقتآ د صادقانه او مخلصانه خدمت هیله
قوی وي ضرور باید د پوره حوصلیې او متانت
څخه کار واخلو ، له هر خوا د ښه تفاهم
وسایل په کار واچوو او د « مصوننیت ، قانونیت ،
عدالت » د شعار لاندی داسی چوکاتونه او
معیارونه برابر کړو چه د عمومی تحریک او ابتکار موجب
و ګرځی.
زه
باور لرم چه دا کار ارو مرو کیداونکې دی !
خو
که د تیرو تجربو څخه ، په سړه سینه پـوره د ژونـــد
په هــره برخــه او اړخ کښی
د مترقي زړه سوانده او پخو مغذ و څخه
کار وا خستل شي .
داکتر محمد سعید « سعید افغاني »
د ۱۳۵۲ هجري شمسي ـ کال ـ کابل
|