
|
د عبدالحفيظ
« مليار ــ ساپی » لیکنه
د نشر نیټه : ۲۶ جولای ۲۰۱۲ـ م ـ کال
|
لا ويده يي
سره غرمه شوله جانانه لا ويده
يي
شولې پاته له کاروانه لا ويده
يي
مونږ يوې مړۍ ډوډۍ ته لا حيران
يو
خلک لاړل تر اسمانه لا
ويده يي
ترقي ده د تعليم سره تړلې
ځان خبر کړه له جهانه لا
ويده يي
صرف په برخه زمونږ وينه تويدل دي
ژوند خو دا ندی جانانه لا ويده يي
څوبه خط د ډيورنډ زمونږ تر مينځ
وي
لر او بر افغانستانه لا ويده
يي
کړه د کنډو
يتيمانو اوښکې پاکې
ای د سولې ډک بارانه لا ويده
يي
وران ويجاړ يي کړی لا هم په
تا کې ګرځي
د حفيظ مليار په ژوند وطن ګلشن کړه
خفه نه شې کا بل
جانه لا ويده يي
زر شهپا څيږه ارمانه لا ويده يي
****
عبدالحفيظ « مليار ــ ساپی »
ويانا د اتريش ښار
|